د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د حامد کرزي هوايي ډګر به له نړیوالو معیارونو سره همداسې فعال پاتې شي. د دغه دفتر په وینا، د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار پرون په کابل کې د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو سره یوځای یاد هوايي ډګر او پهکې د ناټو قومانداني لیدو ته ورغلی دی.
د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې یاده لیدنه د ملکي هوايي چلند نړیوال سازمان له معیارونو سره سم د حامد کرزي هوايي ډګر د فعال ساتلو په موخه شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی سټیفانو پونټیکورو، د افغانستان-امنیت د لېږد قوماندان ډیډریک او د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د ترکیې نظامي قوماندان هم ګډون درلود.
- محب: که طالبان سوله نه کوي، پر وړاندې یې جګړه کوو
- محب: د بهرنيو ځواکونو وتل به کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي
- د کندهار له نوي والي د حمدالله محب غوښتنه؛ د ياد ولایت امنیت لپاره جدي هڅې وکړه
د ملي امنیت شورا دفتر په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې حمدالله محب د هوايي ټرافیک د کنټرول برخو د لیدنې تر څنګ، د یاد هوايي ډګر د اطفایې او ژغورنې خدمتونه، د هواپېژندنې برخه، د هوايي ډګرونو د خوندیتوب مدیریت، د رادار سېسټم، د مخابراتو، څارنې او سوق او ادارې څانګې، حفظ او مراقبت او امنیتي خدمتونه هم ارزولي دي.
افغان دولت ډاډ ورکړی چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم د تېر په څېر فعال پاتې شي. امریکا او ناټو هم ټینګار کړی چې د یاد هوايي ډګر د فعال ساتلو او امنیت خوندیتوب په برخه کې به همکاري کوي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت چارې ترکیې ته وسپارل شي، خو طالبانو بیا ویلي چې ترکي ځواکونه هم باید له بهرنیو ځواکونو سره یوځای له افغانستان څخه ووځي.