د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن له نورو لوړپوړو چارواکو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، طالبان د نظام ړنګولو هڅه کوي او غواړي واک ترلاسه کړي.

د محب په خبره، طالبان که د ټول هېواد په ورانولو هم کېږي، واک ته د رسېدو لپاره دا کار کوي او په وینا یې، له ځان پرته ورته بل هېڅوک نه افغان او نه هم مسلمان ښکاري.

نوموړي وویل، افغان دولت غواړي په هېواد کې سوله راشي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر اوسه په فعال دفاعي حالت کې دي.

هغه زیاته کړې، وسله‌وال طالبان دې په هېواد کې د جګړې پای ته رسولو او سولې ته د رسېدو لپاره د سولې لاره غوره کړي، که‌نه پر وړاندې یې د جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري او یاده ډله به وځپي.

د ملي امنیت سلاکار د طالب ډلې هغه څرګندونې هم رد کړې چې ویلي و، حکومت د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي. د حمدالله محب په وینا، د افغان دولت مرکچي پلاوی په دوحه کې د سولې خبرو ته په تمه دی، خو د طالبانو مرکچیان د دغو خبرو د پیل پر وړاندې پلمې لټوي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وویل، طالبان د هېڅ ښار او ولایت د نیولو وړتیا نه لري او که دا ډله د سولې پر ځای، د جګړې لاره غوره کړي، افغان ځواکونه د هېواد د دفاع او د دې ډلې ځپلو ته چمتووالی لري.

د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه‌محمود میاخېل هم په یاده خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، طالبانو له ژمنو سره سره په هېواد کې جګړه او تاوتریخوالی نه دی کم کړی او په وینا یې، دوی هم حق لري چې پر وړاندې یې د هېواد په هره سیمه کې عملیات وکړي او د خپل هېواد او خلکو دفاع وکړي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د دولت او طالب ډلې د سولې خبرې درېدلي، خو په هېواد کې جګړې، هدفي وژنو او چاودنو زور اخیستی او هره ورځ یې له کبله لسګونه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام