کندهار لپاره د نوي والي او د ملي امنیت رییس تر ټاکل کېدو وروسته، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته لاړ. حمدالله محب کندهار کې یوه غونډه کې وویل، نوی والي او د ملي امنیت رییس یې د کندهاریانو د غوښتنو پر بنسټ بدل کړي، ترڅو د دغه ولایت په وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

نوموړي د والي د معرفي کېدو غونډه کې له نوي والي روح‌الله خانزاده وغوښتل چې د ټولو قومونو د یووالي لپاره کار وکړي او یوه ښه حکومتوالي رامنځته کړي.

کندهار ته د حمدالله محب د سفر اصلي موخه د دغه ولایت د امنیتي وضعیت ارزول ښودل شوي.

په ورته وخت کې د کندهار لپاره نوي ټاکل شوي والي روح‌الله خانزاده هم د خپلو خبرو پر مهال د قومونو یووالي ته په اشارې وویل، هغه مهال به بریالی وي چې د قومونو ترمنځ د اختلاف درز لرې کړي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې دې لار کې يې ملا وتړي او د یووالي هڅه وکړي.

کندهار ته د ملي امنیت شورا له سلاکار سره دې سفر کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، د پوځ لوی درستیز یاسین ضیا، د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس شميم خان کټوازی او یو شمېر نور چارواکي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د امنیت په اړه اندېښنې دې وروستیو کې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام