د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب اندېښنه ښيي چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، افغانستان د کورنیو جګړو ګواښ سره مخ کېدلای شي.
حمدالله محب یوه تازه مرکه کې ویلي، افغان دولت هم سولې او هم جګړې ته چمتووالی نیسي او په ټول توان هڅه کوي چې د کورنیو جګړو مخنیوی وکړي.
نوموړي د جګړې ډګر کې له افغان ځواکونو د امریکا هوایي ملاتړ مهم بللی او ویلي يې دي، افغان دولت د مذاکراتو د پرمختګ لپاره پوره هڅه کوي او له طالبانو هم غواړي چې په رښتينې توګه خبرې مخته یوسي.
نوموړي پر طالبانو تور پورې کړی چې دا ډله غواړي افغانان یې حاکمیت ته تسلیم شي.
دا په داسی حال کې ده چې د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار مک ماسټر هم تېره اوونی د افغانستان په تړاو د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي يې دي، د طالبانو او امریکا هوکړې د متحده ایالتونو امنیت ته ګواښ پېښ کړی.
نوموړي ویلي، د افغانستان په اړه د ټرمپ سیاستونه ناسم دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې به امریکایي ځواکونه افغانستان نه وځي، طالبان به له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي او له دغه هېواد نه به چا ته د ترهګریزو کړنو اجازه نه ورکوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې قطر کې د بینالاافغاني خبرو له پیله له یوې میاشتې ډېره موده کېږي، خو د افغان دولت او طالبانو مرکهچي پلاوي د رسمي غونډو په کړنلارې هوکړې ته نهدې رسېدلي.
د طالبانو ویاند محمد نعیم تازه یوه ټوېټ کې ویلي، تېر ماښام د دواړو لوريو د تماس ډلو درې درې کسانو ناسته کړې او پر اختلافې مواردو یې خبرې کړې دي.
په همدی حال کې د حکومت د مرکهچي پلاوي غړی رسول طالب هم وايي، درې ورځې وړاندې د تماس ډلو کې د طالبانو په غوښتنه بدلون راغلی او هره ډله درېکسیزه شوې چې تېره ورځ یې لومړنۍ ناسته هم کړې ده.