یوشمېر خبریالان په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له نقض څخه اندېښنه لري او وایي، د حکومت په بدلېدو سره رسنۍ هم تر نظر او څار لاندې نیول شوي دي.
په بغلان ولایت کې خبریال نجیب چې دا یې مستعار نوم دی وایي، طالبانو د رسنیو له مسوولانو سره په خپله لومړۍ ناسته کې دا پرېکړه وکړه چې د رسنیو نشرات باید د اسلامي امارت په چوکاټ کې وي.
سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، طالبانو د رسنیو مسوولانو ته ویلي چې د خپراوي موضوعات باید د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ارزونې وروسته خپاره کړي چې دا چاره د دوی د هر اړخیزو معلوماتو د خپراوي مخه نیسي.
په همدې حال کې یو بل خبریال جانمحمد چې دا یې مستعار نوم دی، وايي، اوس مهال رسنۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او په ټولو ولایتونو کې راډیوګانې نعتونه او ترانې خپروي.
په ورته مهال فرهاد چې د خبریالۍ دنده پرمخ وړي، وايي چې دوی د ځان خونديتوب لپاره ډېری پېښو ته خبري پوښښ نه ورکوي او له همدې امله اطلاعات په بشپړه توګه خلکو ته نه رسېږي.
دوی وایي چې طالبان یوازې یو ویاند لري او ډېری وخت د خبریالانو اړیکو ته ځواب نه شي ورکولی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالی نه شو.
د یادونې وړ ده چې بغلان ولایت کې نږدې ۱۵غږېزې، تصویري او چاپي رسنۍ فعالیت لري چې شاوخوا ۱۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي پکې پر دندو بوخت دي.