د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې نوي افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي.

هغه وویل، افغان حکومت ژمن دی چې ټولو اندېښنو ته ځواب ووایي او هڅه کوی سیاسي جوړښت لا ټول‌ګډونه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

متقي د سیمې د ځینو هېوادونو د اندېښنو په اړه وویل، داعش ډله تر ډېره بریده له منځه وړل شوې، خو له بدمرغه چې داعش ته له بهر څخه تبلیغات کېږي.

د بهرنیو چارو ویاند عبدالقهار بلخي د امیرخان متقي په خبره لیکلي: «اوس د دې وخت راغلی چې نوي افغان حکومت څخه ملاتړ وشي، د نوی حکومت تقویه کېدل، د ټولو په ګټه دی او کمزوري کول یې د ټولو په زیان دی.»

امیرخان متقي زیاته کړه، چې د افغانستان شتمنۍ کنګل شوي او سیاسي او اقصادي حقوق یې یرغمل شوي، خو بیا هم اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته په تدبیر لاسرسی وکړي.

چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د درېیمې ناستې ټولو ګډونوالو له نوي افغان حکومت سره پر تعامل ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، د چین په کوربه‌توب د ګاونډیو هیوادونو غونډې ته هیله‌مند دي. نوموړي وویل، دغه ډول غونډې د افغانستان او نړۍ اړیکې نورې هم پیاوړې کولای شي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «هره هغه غونډه کې چې له افغانانو سره د همکارۍ غږ پورته کېږی او پر مسایلو بحثونه کېږی، زمونږ هیله‌مندی دا ده چې د سیاسي او دیپلوماتیکو روابطو لپاره لاره پرانیستل شي، اقتصادی او نورو برخو کې پرمختګونه رامنځ‌ته او اقتصاد محوره تګ لارې لپاره لار هواره شي.»

دې سره چین ته د اسلامي امارت تللي پلاوي د ترویکا پلس غونډه کې هم افغانستان کې د رامنځ ته شویو بشري او اقتصادي ننګونو، مثبتو تحولاتو او فرصتونو په اړه خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چین، روسیې، امریکا او ځینو نورو هیوادونو ژمنې کړي، چې د ګډې همکارۍ له لارې به افغانستان کې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره کار کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسی حال کی ده، چې ټاکل شوې نن جینوا کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو را جلبولو په موخه کنفرانس هم جوړ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام