د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، اسلامي امارت تراوسه خپلې ژمنې نه دي عملي کړي. هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت دې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر د «انتالیا ډيپلوماسۍ فورم» د غونډې په پای کې، د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې د افغانستان موقت حکومت باید خپلې ژمنې عملي کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه د نړیوالې ټولنې له خوا د رسمیت پېژندو لپاره د اسلامي امارت د هڅو په اړه ویلي: «د افغانستان د اړتیاوو یوه برخه په بشري مرستو پورې تړاو لري، خو یوه بله برخه یې په نورو مسلو پورې تړلې ده.»

چاووش اوغلو د «انتالیا ډيپلوماسۍ فورم» غونډه کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي وربللو په اړه څرګنده کړې، «افغانستان اړتیا لري چې خپل مسایل نړیوالو ته وړاندې کړي.» نو په دې هدف یې هغوی دغې غونډې ته وربللي دي.

هغه ټینګار کړی چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو لپاره بېړه نه لري، «ځکه چې د ټولې نړۍ په څېر دوی غواړي د هغوی اقدامات تر نظر لاندې ولري.»

چاووش اوغلو همدارنګه د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امیت تامین او مدیریت، د ترکیې او قطر د ګډ شرکت رامنځ ته کولو او د دریو هېوادونو په پلازمېنو کې د خبرو ترسره کولو په اړه وايي، تراوسه دې برخه کې د اسلامي امارت او د دغه شرکت ترمنځ بشپړه هوکړه نه ده شوې.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «د دولت استازیو سره مو ټولو لیدنو کې ویلي چې دغه طرحه د ګټې لپاره نه، بلکې د دغه هېواد د پرمختیا په برخه کې یو ګام دی.» هغه څرګنده کړې که چېرې د کابل هوايي ډګر د مدیریت پر سر هوکړه وشي، د کندهار، هرات او د مزارشریف د هوايي ډګرونو مدیریت هم د خبرو له موضوعاتو څخه یاد شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څرګندونې داسې حال کې مطرح شوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو شاوخوا ۷ میاشتې تیریږي، خو تراوسه هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او د بشري حقونو تامین د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو لپاره د نړیوالې ټولنې له شرطونو څخه دي، خو د اسلامي امارت چارواکیو تل ټینګار کړی، چې دغه شرطونه یې پوره کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام