د اتمر او اوغلو ټیلیفوني خبرې؛ د استانبول غونډه به اوربند او سیاسي حل‌ ته لاره هواره کړي

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر نن د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ټیلیفوني خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه به په افغانستان کې اوربند او یوې سیاسي حل‌لارې ته لاره هواره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اتمر په دغو ټیلیفوني خبرو کې د افغان سولې په اړه د دې مهمې غونډې د کوربه‌توب له کبله د ترکیې ستاینه کړې او هغه یې یوه مهمه ناسته بللې ده.