د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر نن د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ټیلیفوني خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه به په افغانستان کې اوربند او یوې سیاسي حل‌لارې ته لاره هواره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اتمر په دغو ټیلیفوني خبرو کې د افغان سولې په اړه د دې مهمې غونډې د کوربه‌توب له کبله د ترکیې ستاینه کړې او هغه یې یوه مهمه ناسته بللې ده.

د دغه وزارت په وینا، محمدحنیف اتمر له خپل ترکي سیال سره د افغان سولې په اړه په استانبول کې د راتلونکې غونډې پر موخو، اجندا، ګډونوالو او پایلو غږېدلی او دواړو لوریو د ورته اړیکو پر ډېرېدو ټینګار کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو بیا ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونډه د دوحې ناستو ځایناستې نه، بلکې د هغو بشپړوونکې بللې ده.

تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف هم ویلي و چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې غونډه د دوحې ناستو سره په ټکر کې نه ده.

ټاکل شوې د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه د افغان سولې په اړه مسکو او ورپسې په اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو په مشري په ترکیه کې د افغان حکومت، سیاستوالو، طالبانو او د پاکستان، امریکا، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو د استازیو ترمنځ غونډه جوړه شي.

په همدې حال کې د چارو یوشمېر شنونکي بیا باور لري چې د قطر غونډې د افغان سولې په برخه کې بې‌پایلې وې او همدا لامل دی چې اوس په ترکیه او روسیه کې جوړېږي.

د چارو شنونکی سبحان‌الله مصباح وايي، په قطر کې د افغان سولې پيل شوې پروسه ناکامه وه او د ترکیې غونډه یې یو بدیل بلل کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی فدامحمد نظري هم وايي چې په قطر کې د سولې پیل شوې پروسې له امریکا او طالبانو پرته افغانانو ته هېڅ ګټه نه ده کړې او نه یې هم کومه لاسته راوړنه لرله.

موږ هڅه وکړه چې د دوحې پروسې د برخلیک په اړه د ملي روغې جوړې شورا نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام