ټاکل شوې د ترکیې د «انتالیا ډيپلوماسۍ فورم» غونډه چې د تېرې جمعې پر ورځ پیل شوې وه، نن پای ته ورسېږي. یو‌شمېر سیاسي شنونکي په دغه غونډه کې د افغان پلاوي ګډون د هېواد په ګټه بولي.

د چارو شنونکي وايي چې یاد کنفرانس کې د افغانستان په ګټه ښه لابي ګري وشوه او په یو‌شمېر مهمو برخو کې یې افغانستان ته لاسته‌راوړنې هم درلودې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړیوالو چارو شنونکی جاوید مومند وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ له څرګندونو داسې برېښي چې دغه هېواد غواړي له اسلامي امارت سره تعامل وکړي او امتیاز ورکړي.

د هغه په وینا، د دې شونتیا شته چې امریکا  اسلامي امارت په رسمیت هم وپېژني، خو زیاتوي، اندېښنه دا ده چې امریکا به يې په خپله ګټه د نورو پر وړاندې وکاروي او ګټه به ترې پورته کړي.

هغه وايي چې افغانستان ډېری وخت د سترو ځواکونو له لوري قرباني شوی دی. مومند زیاتوي چې اسلامي امارت باید دغه ډول مواردو ته د نړیوالو په ځانګړې ډول امریکا سره د تعامل پرمهال جدي پاملرنه وکړي.

مومند سلام‌وطندار ته وویل: «مونږ باید داسې یو توازون وساتو چې د رسمیت پېژندنې لپاره هغه نور مهم ملي مسایل قرباني نه کړو. یا د دې لپاره چې مونږ په رسمیت وپېژني، بیا ډېر زیان ونه وینو چې مدیریت او مهارول به یې خطرناک وي. هدف دا دی که امریکا ته وخت ورکوي یا امتیاز، نو بیا د روسانو عکس‌العمل او غبرګونونه راپورته کېږی او دا بیا مونږ ته خطرناکه ده.»

په همدې حال کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د انتالیا فورم غونډه د سیمې اوافغانستان لپاره مهمه بولي. نوموړی وایي چې د مثبت بدلون لپاره هیله‌مند دی، خو ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت به داسې سیاست غوره نه کړي چې له مخې یې ګاونډیو او یا نورو هېوادونو ته اندېښنې پیدا کړي.

د کریمي په خبره، افغانستان پر یوه متوازن او بې‌پري سیاست باور لري او د ټولې نړۍ سره به خپلو ملي ګټو او ارزښتونو ته په پام مخته ځي.

نوموړي وویل: «مونږ په دې هڅه کې یو چې هېواد مو نور له هېڅ اړخه صدمه ونه ویني. په ټوله کې اسلامي امارت پالیسي دا ده چې یو خو هېواد او د استقلال په ساتلو سره خپلې ملي ګټې تعقیب کړي او له نړیوالو سره مخ ته لاړ شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې، روانه میاشت په چین کې هم د افغانستان په تړاو د سیمې د یوشمېرهېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون یوه ناسته جوړه شي چې تازه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په یاده غونډه کې به د افغانستان پلاوی هم ګډون کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام