ټاکل شوې د انتالیا د ډیپلوماسۍ د فورم دوهمه ناسته نن  د ناټو، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو د مشرانو په ګډون د ډیپلوماسۍ د نوې طرحې په شعار سره پیل شي.

د ترکیې اناتولي خپري اژانس ریپوټ ورکړی چې دا ناسته د سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایو د ارزونې په موخه د ترکیې په انتالیا بلک ښار کې جوړېږي. « د جګړې او سولې لګښت» «په ناپایداره دوره کې مشري» او « سیمه‌ییزې او نړیوالې لارې چې ډیپلوماسۍ، سولې او هوساینې ته لار هواروي» د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دې درې ورځنۍ غونډې ته د اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست امیرخان متقي هم وربلل شوی دی.

ټاکل شوې چې متقي به دې کنفرانس ته د وينا ترڅنګ د يوشمېر هېوادونو له استازيو سره هم لیدنې ولري.

د انتاليا ډيپلوماسۍ فورم کې د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۲۰۰۰ ډيپلوماتانو، استازيو او پاليسي جوړونکو ګډون کړی چې د پاليسۍ، ډيپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه به خپل ليد لوری شريک کړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ترکيې د انتاليا ډيپلوماسۍ فورم کې به له خپلو ملګرو سره د نړۍ او اسلامي امارت د تعامل په اړه خبرې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست داسې مهال دې ناسته کې ګډون کوي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو څخه شاوخوا ۷ میاشتې تېرېږي، خو تراوسه هېڅ یو هېواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام