د ترکیې صباح ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، ترکیه د افغان کډوالو لپاره امن ‌ځای نه دی. د نوموړي په وینا، افغان پناه غوښتونکو ته په دغه هېواد کې د امن پناه غوښتنې هېڅ راز ژمنه نه شته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د صباح ورځپاڼې د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر زیاته کړې چې هېواد یې د کډوالو بېرته ستنولو لپاره تضمین نه شي کولای. اردوغان همداراز د ۱.۵ میلیونه افغان کډوالو د منلو غوښتنه چې د نوموړي د دولت مخالفینو له لوري شوې وه، هم رد کړې ده.

په ورته مهال د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې اردوغان د دولت پلاوي په ناسته کې له ګډون وړاندې اعلان وکړ، که د طالبانو له لوري دولت رامنځ ته شي، دغه هېواد به ورسره خبرې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د ترکیې ولسمشر وویل: «په افغانستان کې د بې ثباتۍ او جګړو له امله د غیرقانوني کډوالو شمېر په ترکیې کې مخ په زیاتېدو دی، زمونږ موخه په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټيڼګول دي، نو که د طالبانو له لوري کوم دولت جوړ شي، د خپلو کارونو د پرمخ وړلو لپاره به په ګډه خبرې اترې کوو.»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام