د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت چارسمبالی امیرخان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په بلنه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري دغه هېواد ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې چې متقي به د انتالیا ډيپلوماسۍ غونډه کې د ګډون ترڅنګ، د افغانستان د وضعیت په اړه هم یاده غونډه کې وینا وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ناسته به د مارچ له یوولسمې تر دیارلسمې د ترکیې هېواد په انتالیا ښار کې جوړه شي. په ویناپاڼه کې ویل شوي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر به د ترکیې په انتالیا کې د یو‌شمېر هېوادونو له پلاویو سره هم وویني.

ترکیې ته د متقي دا دویم سفر دی. له دې وړاندې نوموړي د ناروې ترڅنګ یو‌شمېر نورو هېوادونو ته هم سفر کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته اووه  میاشتې تېرېږي، خو لا هم تراوسه کوم هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام