Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار ته د ملګرو ملتونو د پلاوي سفر؛ «نړیوالو سره د ا.ا اړیکې ښې او پیاوړې کوو»

ملګري ملتونه .jpg اوکی

افغانستان ته د ملګرو ملتونو راغلی پلاوی پرون کندهار ته تللی او هلته یې د دغه ولایت له مسوولانو سره په خبرو کې ویلي چې غواړي له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت اړیکې پیاوړې کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دغه پلاوي مشرې آمنې محمد پرون د کندهار د والي له مرستیال مولوي حيات‌الله مبارک سره په ليدنه کې ویلي چې ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې ۲۳ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولي او ژمن دي چې په روان ۲۰۲۳ کال کې به تر دې ډېرو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

آمنه محمد وایي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په نړیواله اقتصادي غونډه کې په بشپړه توګه د افغانستان د اقتصادي وضعیت موضوع وړاندې او دې برخه کې یې د ټولو هېوادونو د ځانګړې همکارۍ او پاملرنې غوښتنه کړې ده.

هغه زیاتوي: «موږ ژمن یوو چې په ټول توان له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت اړیکې ښې او پیاوړې کړو. موږ ژمن یوو چې په افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړو. تېر کال مو ۲۳ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولي او روان کال تر دې هم ډېرو افغانانو ته مرستې رسوو.»

په ورته وخت کې د کندهار د والي مرستیال حیات‌الله مبارک د ملګرو ملتونو له پلاوي سره په ناسته کې ویلي چې اسلامي امارت په ټول افغانستان کي امن راوستی او د ملکي مرګ‌ژوبلې کچه هم صفر ته ټیټه شوې ده. د نوموړي په وینا، افغانستان کې د نشه‌يي توکو کرکېله صفر ته رسېدلې او فساد هم له منځه تللی دی.

هغه د ملګرو ملتونو پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي او په خبره یې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره اقتصادي، ټولنیزې، علمي او نورې اړیکې غواړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار د والي مرستیال له یاد پلاوي غوښتي چې په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري او هم دې ورسره دوامدارې اړیکې وپالي.

د ملګرو ملتونو دغه پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرواترو په موخه افغانستان ته راغلی او تر اوسه یې له یوشمېر هغو سره خبرې اترې هم کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام