د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د یاد وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري د دغه وزارت یو لوړپوړی پلاوی سبا چهارشنبه اسلاماباد ته سفر کوي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدلقهار بلخي په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت چارسبمالی د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري پاکستان ته سفر کوي. بلخي لیکلي، ټاکل شوې دغه پلاوی به د خپل سفر پرمهال له پاکستاني چارواکو سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، ترانزیت او د کډوالو په اړه خبرې اترې وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو د وګړو تګ راتګ په اړه هم بحث او خبرې وشي. د دغه پلاوي په جوړښت کې د مالیې او سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو چارواکي هم شامل دي.
د سیاسي چارو شنونکی مصطفی عليزاده وايي چې اسلامي امارت د سیمې هېوادونو د ملاتړ راجلبولو او د نړیوالې ټولنې له لوري د رسمیت پېژندلو لپاره د پاکستان له لوري جوړو شویو پرواګرامونو ته اړتیا لري.
هغه وویل، «پرته له دې چې پاکستان په دې پوه شي چې افغانستان خپلواک هېواد دی، په ښکاره توګه په نړیوالو غونډو او مجلسونو کې د طالبانو ویاندوي کوي. د بهرنیو چارو وزیر چې سبا دغه هېواد ته سفر لري، په دې هڅه کې دی چې د ایاېسای تازه پروګرامونه واوري او بیا هغه پلي کړي چې د نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو له لوري په رسمیت وپېژندل شي.»
د اسلامي امارت لوړپوړی چارواکی په داسې حال کې اسلاماباد ته سفر کوي چې ټاکل شوې سبا د هند په کوربهتوب د افغانستان په اړه د سیمې یوشمېر هېوادونه ناسته ولري. چین او پاکستان ویلي چې په دغه ناسته کې به ګډون ونه کړي.
بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوي ځانګړي استازي توماس وسټ په دوحه کې له اسلامي امارت سره د خبرو د نوي پړاو له پیل څخه خبر ورکوي. هغه په افغانستان کې د داعش له شتون څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې واشنګټن غواړي طالبان له داعش سره په جګړه کې بریالي شي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت یو لوړپوړی چارواکی پاکستان ته سفر کوي. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراجالدین حقاني په منځګړیتوب په خوست ولایت کې د پاکستان دولت د دغه هېواد د طالبانو تحریک سره خبرې کړې دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې دغو خبرو نږدې دوه اوونۍ دوام درلود او د دواړو لوریو د خبرو لپاره زمینه برابره شوې ده. د پاکستاني طالبانو تحریک د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته اسلاماباد ته په یوه مهمه مسله بدله شوې ده.