د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا- پاسفیک څانګې له رییس برټر انډ لوتهوري او د سوېلي اسیا څانګې له رییس ډیمین سره په اوسلو کې لیدلي دي.

 د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن پر خپل ټویټرپاڼه د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا برخې رییس له قوله لیکلي چې دغه هېواد له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا-پاسفیک او سوېلي اسیا رییسانو امیرخان متقي ته ویلي چې فرانسه له افغانستان سره اوږدې تاریخي اړیکې لري او سږکال به د دواړو هېوادونو د ډيپلوماټیکو اړیکو سلمه کلیزه وي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو امیرخان متقي ته همداراز ویلي چې فرانسه غواړي له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

په ورته مهال د بلخي په وینا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې له فرانسې سره د مثبتو اړیکو پر ټینګښت ټينګار کړی او له دغه هېواد څخه یې غوښتي چې له افغانستان سره د روغتیا او ښوونې په برخه کې مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته دا لومړی دی چې له فرانسوي چارواکو سره ګوري.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام