د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشري د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د ناروې په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شوی دی. د رپوټونو له مخې، د امریکا او ناروې استازي او د اسلامي امارت چارواکي او یو‌شمېر مدني فعالان به د ناروې په اوسلو غونډه کې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل، د اسلامي امارت چارواکي د ناروې په رسمي بلنه دغه غونډه کې ګډون کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، د ډیپلوماټیکو اړیکو پر ښه‌کولو، افغانستان کې پر پانګونې او اقتصادي موضوعاتو او د کنګل شویو پیسو پر ازادولو بحث د دغې غونډې اجنډا جوړوي. د ناروې په کوربه‌توب د اوسلو غونډه د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۳مه پیل او تر دوو ورځو پورې به دوام وکړي.

د اسلامي امارت چارواکي داسې مهال دغه غونډه کې ګډون کوي چې سیاسي شنونکي وايي، دغه غونډه به لاسته رواړنې ونه‌لري. د سیاسي چارو کارپوه مهدي افضلي وویل، دغه غونډه به د پام وړ پایلې ونه لري، داسې حال کې چې کولای شي، قطر کې د خبرو بهیر ته چټکتیا ورکړي.

نوموړي وايي چې د اوسلو غونډه په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو د لاسته‌راوړنو د خوندیتوب لپاره جوړېږي او د افغانستان لپاره مهمې پایلې نه لري او متقي د یوه عادي کس په توګه وربلل شوی دی.

یو بل سیاسي کارپوه ویس ناصري وايي، د اوسلو غونډې ته د اسلامي امارت د چارواکو وربلل، د هغوی د رسمیت پېژندو په معنې نه دي. د نوموړي په وینا، ناروې غواړي د افغانستان د سولې بهیر کې خپله ونډه پیل کړي او دا په دې اړه د ناروې لومړنۍ نمایشي ګام دی.

ناروې ته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر سره‌ هم‌مهاله، ناروې کې مېشتو یو‌شمېر افغانانو د اسلامي امارت او دغې غونډې ته د هغوی وربللو په غبرګون کې اعتراض کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اعتراض کوونکي د ناروې بهرنیو چارو وزارت څنګ ته راټول شوي او اسلامي امارت ته د نه ویلو ‌شعارونه ورکوي. د یادونې ده چې دا یوه اروپايي هېواد ته د اسلامي امارت د چارواکيو لومړنی سفر دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام