Asset 1SWN

کابل کې د ازبکستان سفیر د سلام افغانستان رسنیزې موسسې له مرستیال سره ولیدل

په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د سلام‌ افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) له مرستیال نورمحمد هاشمي سره د دغې رسنۍ په دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې چې نن (د لړم دېرشمه، د سه‌شنبې ورځ) وشوه، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د رسنیزې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې اترې وشوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) د مشرتابه پلاوي او کارکوونکو هم په دې لیدنه کې ګډون کړی و.

دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ تاریخي، کلتوري او ژبني مشترکاتو ته په اشارې د رسنیزې همکارۍ پر پراختیا، په ځانګړې توګه د افغان او ازبکستاني خبریالانو ترمنځ د تولید او تجربو شریکېدو برخه کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وشو.

په کابل کې د ازبکستان سفیر د افغانستان رسنۍ په فکري او کلتوري برخه کې د دغه هېواد یوه ستره لاسته‌راوړنه وبلله او د بېلابېلو پروګرامونو د انعکاس لپاره یې فعالیت ارزښتناک وباله.د

سلام‌وطندار راډیو په ۲۰۰۳ کال کې فعالیت پیل کړی او هغه راډیو ده چې په ټول افغانستان کې تر ټولو ډېر مخاطبان لري. دغه راډیو بېلابېلې سیاسي، ټولنیزې، کلتوري، اسلامي، تفریحي او سپورټي خپرونې لري چې په پلازمېنې کابل کې په ۹۸.۹ اف‌ام خپرونې کوي او په ولایتونو کې یې د نږدې ۱۰۰ محلي رادیوګانو له لارې نشرات خپرېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سلام‌وطندار راډیو د غږیزو نشراتو تر څنګ، د وېب‌سایټ له لارې په پښتو، دري، ازبیکي او انګلیسي ژبو چې پته یې «swn.af/ps» ده، هم نشرات کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام