
افغان او پاکستاني لوري د کډوالو ستنولو پرېکړې په ناوړه پایلو خبرې کړي
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسلامي امارت سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان لومړي وزیر سلاکار او د

اسلاماباد کې د افغانستان سفارت یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسلامي امارت سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان لومړي وزیر سلاکار او د

په ابوظبي کې د ا.ا سفیر بدرالدین حقا.ني وايي له دغه هېواد څخه غوښتي چې افغانانو ته د ویزو ورکړې په پروسه کې دې اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي له النهیان څخه غوښتي چې په متحده عربي اماراتو کې افغان بندیان افغانستان ته ولېږدوي. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د افغانستان پر ټولیز وضعیت، وروستیو بدلونونو او شته فرصتونو خبرېاترې کړې دي.

د اوزبکستان لومړي وزیر عبدالله عارفاوف ویلي چې هېواد به یې په نږدې راتلونکې کې په رسمي ډول د ا.ا سفیر ومني. ارګ پرون ناوخته پر اېکس یوه خبرپاڼه خپره کړې او پهکې لیکلي یې دي چې عارفاوف دا موضوع د ا.ا د رییسالوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره په لیدنه کې یاده کړې او ویلي یې دي چې اوزبکستان په مهمو نړیوالو غونډو کې د ا.ا د دریځ ملاتړ کوي.

ارګ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلی چې کورومیا دا موضوع د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره سره په لیدنه کې کړي او په بېلابېلو برخو، په تېره د خصوصي سکټور برخه کې یې د جاپان د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې محمد عبدالکبیر هم د جاپان مرستې ستایلي او ویلي یې دي چې ا.ا له ټولو هېوادونو سره د تعامل پراخوالی او د اړیکو پیاوړتیا غواړي.

کابل کې د چین سفیر جاوشینګ د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې د ترانس همالیا غونډه کې ګډون وکړي. محمدعبدالکبیر سره له دې چې ترانس همالیا غونډه کې د ګډون او نهګډون په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې پرمختګ او ثبات اړوند مسایلو کې یې د سرپرست حکومت پر فعاله ګډون ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي ویلي، که د تماس سیمهييزې ډلې لوري ته پام وشي او د تعامل لوری وڅارل شي، یو باثباته افغانستان به ووینو.

په کابل کې د ترکیې سفیر جِنک اونال ویلي چې هېواد یې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په ترکیه کې یې د ا.ا پر وړاندې سیاسي او نظامي خوځښتونه وکړي.
نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.

د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د جاپان سفارت سرپرست او ساساکاوای سولې بنسټ چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان ابادۍ او جوړولو لپاره هڅې کوي.

په چین کې د افغانستان د سفیر په توګه د ا.ا د پخواني مرستیال ویاند بلال کریمي له منلو سره هممهاله، د سرپرست حکومت ویاند ذ.بېح.الله م.جاهد سلاموطندار ته ویلي چې د افغانستان او چین ترمنځ د سفیرانو تبادله د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په لور یو مهم ګام دی.

په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلاموطندار راډیو) له مرستیال نورمحمد هاشمي سره د دغې رسنۍ په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې چې نن (د لړم دېرشمه، د سهشنبې ورځ) وشوه، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د رسنیزې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې اترې وشوې.

له هغه وروسته چې افغانستان کې پخوانی اسلامي جمهوریت ړنګ او ا.ا واک ته ورسېد، چین د هغو ګوتو په شمېر هېوادونو له ډلې یو و چې له ا.ا سره یې اړیکه ټینګه او تر اوسه یې دوام ورکړی دی. که څه هم چین تر اوسه ا.ا په رسمیت نهدی پېژندلی، خو دواړو لوریو په تېرو دوو کلونو کې هڅې کړي، څو خپلې اړیکې نه یوازې وساتي، بلکې لا یې پراخې کړي.

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال یو ځل بیا د هلمند سیند څخه د ایران د «حقابې» غوښتنه کړې ده. حسن کاظمي قمي دې لیدنه کې د هلمند سیند څخه د ایران د حقابې پر ورکړې ټينګار کړی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبه د لیندۍ ۲۰مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي دي.
د بلخي په وینا، امیرخان د جاپان له ۱۰۶ میلیونه ډالرو مرستې او مثبت ډيپلوماټیک تعامل څخه مننه کړې او دغه ډول تعامل یې د «نړیوالې ټولنې لپاره سره کرښه» بللې ده.

کابل کې د پاکستان پر سفیر عبیدالرحمان نظاماني له وسلهوال برید وروسته نوموړی اسلاماباد ته تللی او بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره یې لیدلي دي.

کابل کې د اعتراض کوونکو د نیونو پر دوام، د افغانستان لپاره د المان سفیر پر دغې کړنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له ګوتنیوونکو سره باید د دښمن په توګه چلند ونه شي،

ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې سفارت پخوانی ډیپلومات محمدفهیم کشاف په ناقانونه توګه د افغانستان د سفارت انګړ ته ور دننه شوی او سفیر سره یې له دې امله فزیکي شخړه کړې چې د اسلامي امارت له لوري په روم کې سفیر ټاکل شوی دی.