Asset 1SWN

امیرخان متقي کابل کې د جاپان له سفیر سره لیدلي

20221211_103433

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبه د لیندۍ ۲۰مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي دي.

د بلخي په وینا، امیرخان متقي د جاپان له ۱۰۶ میلیونه ډالرو مرستې او مثبت ډيپلوماټیک تعامل څخه مننه کړې او دغه ډول تعامل یې د «نړیوالې ټولنې لپاره سره کرښه» بللې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کابل کې د جاپان سفیر په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد نړیوالې ټولنې سره افغانستان کې اقتصادي ودې ته د زمینې برابرولو پر څرنګوالي خبرې کوي.

‏د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي، جاپان هوډ لري چې افغانستان کې د تریاکو بدیل کښت او روږدو کسانو د درملنې او نورو برخو کې خپلې مرستې زیاته کړې.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

په ورته مهال د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ویلي چې جاپان به د امنیت شورا د غړي په توګه به راتلونکی کال خپله دنده پیل کړي او هڅه کوي چې د دې ماموریت له لارې د افغانستان په اړه خپل رول ولوبوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام