د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د امریکا له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض اسلامي امارت ته اخلاقي غوره‌والی ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې د امریکا له‌خوا د افغانستان له هوايي حریم سرغړونه لامل شوې چې اسلامي امارت اخلاقي غوره‌والي پیدا کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي ټينګار کړی چې اسلامي امارت د دوحې تړون ټولې هوکړې عملي کړي، خو امریکا دې تړون ته پابند نه و.

د متقي په وینا، د افغانستان د هوايي حریم نه نقض، د اوسني سرپرست حکومت د بندیانو خوشې کول او د افغانستان په ابادۍ کې ونډه اخېستل په دوحې تړون کې د امریکا له ژمنو څخه وو چې دغه هېواد پرې عمل نه دی کړی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له هېوادونو وغوښتل چې پر امریکا فشار راوړي، څو د افغانستان د هوآيي حریم له نقض څخه لاس واخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام