پکتیا کې صنعتکاران وايي چې د بانکي محدودیتونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او نهشي کولای د اړتیا وړ پیسې له بانکونو ترلاسه او خپل کاروبار پرې مخې ته بوځي.
دغه صنعتکاران زیاتوي چې د بانکي محدودیتونو ترڅنګ یې د حکومت له لوري لوړه مالیه او د ځمکې نشتونه نورې هغه ستونزې دي چې د دوی پر کاروبار یې سیوری غوړولی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی له اسلامي امارت غواړي چې پرې لګول شوې مالیه راټيټه کړي او د صنعتي پارکونو او بانکي ستونزو د حل برخه ورسره مرسته وکړي. دغه صنعتکاران همداراز وايي چې دا مهال پکتیا کې ۶۰سلنه کارخونې تړل شوي او هغه چې فعالې دي، له ګڼو ستونزو سره خپلې چارې پرمخ وړي.
پکتیا کې صنعتکاران همداراز له اړوند ادارو او مسوولانو غواړي چې دغه ولایت کې صنعتکارانو ته ځمکې ووېشي، ځکه د دوی په وینا، پکتیا کې ګڼشمېر کارخونې هستوګنیزو سیمو کې جوړې شوي چې کرایې یې خورا لوړې دي.
په ورته مهال یو صنعتکار نواز بیا وايي، د کارخونو لپاره د خامو مواد ډېره برخه له پاکستان څخه واردېږي او په وینا یې، د پکتیا ډنډ پټان لارې تړلکېدو له امله له موادو بار موټر د کرښې هغې غاړې بند پاتې چې د دوی د کارخونو پر فعالیت یې اغېز کړی دی.
نواز وویل: «هر چا چې دلته یو څه خام مواد درلودل د یوې میاشتې پورې یې کار کاوه، هغه اوس په خلاصېدو دي. اوس مو ګڼشمېر کارخانې د دې له امله بندېدو سره مخ دي چې د ډنډپټان لاره بنده ده. خام مواد نه رارسېږي، له ستونزو سره یې مخ کړي یو.»
د پکتیا د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمد عظیم هم تاییدوي چې صنعتکاران له ستونزو سره مخ دي، خو زیاتوي چې د شته ستونزو د حل په برخه کې يې هلې ځلې پیل کړي دي. نوموړی ټینګار کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دغه ولایت کې هېڅ کارخونه له فعالیت نه ده لوېدلې.
محمد عظیم وویل: «د پارک صنعتي په مورد ویلی شم چې هغه دوه پروژې چې یو یې احاطوي دیوال دی او بل یې داخل د پارک هموار کاري او داخلي سرکونو جوړول دي، دا مو له خپل وزارت سره شریکې کړي، هغوی ډاډ راکړی چې ډېر ژر به یې کارونه پیل شي او صنعتکارانو ته به ډېر ژر یو ښه زیری ولرو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
پکتیا کې د صنعتکارانو ټولنې د معلوماتو پربنسټ، پخوا یاد ولایت کې ۸۲ لویو او کوچنیو کارخونو فعالیت درلود چې اوس يې ۴۵سلنه فعالې دي او پاتو يې د بېلابېلو لاملونو له کبله خپل فعالیتونه درولي دي.