د بلخ ولایت یو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د فابریکو خاوندانو د پنجشنبې په ورځ  خبري غونډه کې د امریکا د ولسمشر پر هغه اجرایوي فرمان نیوکه وکړه چې امریکا غواړي د افغانستان بانک له کنګل شویو شتمنیو څخه نیمه برخه یې د سپټمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکړي. هغوی د بایډن دغه پرېکړه بشري ضد او غیر قانوني عمل بولي.

د بلخ د صنايعو او کانونو خونې چارواکي وايي، په تېرو څو مياشتو کې د اقتصادي بحران او د مرکزي بانک د شتمنيو د کنګل کېدو له امله د دغه ولايت سوداګر او صنعتکاران سخت زيانمن شوي او د کاروبار کچه یې رالوېدلې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بلخ د صنايعو او کانونو د خونې مرستيال بصير احساس وایي چې له دې مخکې په دغه ولایت کې له ٥٢٠ څخه ډېرې وړې او لويې فابريکې فعاليت درلود، خو اوس ۶۰ سلنه فابریکې غیر فعاله دي.

په همدې حال کې د بلخ د کسبه‌کارانو د ټولنې مشر ميرويس احمدي وايي چې په دغه ولايت کې د هټيو وضعيت بدل شوى چې شاوخوا ٢٢ زره هټۍ د پخوا په څېر فعاليت نه شي کولى.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر اسدالله اسدي ټینګار کوي چې د افغانستان د پیسو بندېدل د هېواد اقتصاد او هېوادوالو د ژوند چارو ته نه جبرانېدونکې زیان رسولی او اوس د دغو پیسو په مصادرې سره به بشري ناورین رامنځته شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخ سوداګر او صنعتکاران له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د امریکا د ولسمشر د پرېکړې پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او د افغانستان امانت بېرته د دغه هېواد خلکو ته وروسپاري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام