د پکتیا د صنعت او کانونو خونې رییس فضل‌الدین جلالزی وایي، تېرو درېوو مياشتو کې د ۸۰ سلنه فابريکو فعاليت درېدلی دی. هغه وویل، د دغو فابریکو فعالیت د خامو موادو نه موجودیت او بازارونو ته د یو‌شمېر بهرنیو هېوادونو د ټیټ کیفیته توکو د راوړلو له امله ځنډېدلې دي.

هغه زیاته کړه، « تقریبا ۸۰ سلنه فابریکې یا تړل شوي او یا د تړل کیدو کې دي. دوه درې لاملونه لري،  يو لامل دادی، چې پيسې نشته، تجار مواد نشي واريدولی، مافيايي تجار چې مالونه واريدوي د بهرنيو کمپنيو سره اړيکه لري د يوې روپۍ مال په لس شل روپۍ ورکوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د کارخونو مسوولان هم وايي، د نظام بدلون د دوی په کاروبار منفي اغېز غورځولی او د موادو نشتوالي له کبله يې چارې درېدلې دي.

پکتيا کې د يوې فابریکې مسوول بشير احمد وايي چې د خامو موادو او برښنا نه‌شتون له امله له تېرو درېوو میاشتو راهیسې د دوی کارخونې تړل شوې وې او اوس چې یې بېرته د چارو د پیلېدو پرېکړه کړې، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د مالوماتو له مخې، پکتیا کې تر ۲۰۰ کوچنۍ او لویې فابریکې فعاليت لري چې د ډېرو بندېدو له امله تر ۲۰۰۰زیات کسان هم وزګاره شوې دي.

په ورته مهال پکتيا کې د صنعت او کانو خونې عامل مدیر رحمت الله وايي، د فابريکو نه‌فعاليت د بېکارۍ کچه نوره هم لوړه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فابريکو په بنديدو او د کارونو د نشتوالي له امله د بې روزګاره کسانو شمېر زيات شوی او يو‌شمېر ځوانان اړ شوي چې نورو هېوادونو ته د سفر موزې په پښو کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام