د پکتيا او پکتيکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياستونو مسوولان وايي، د سږ کال په اوږد کې يې له جلغوزيو څخه ۱۰۰ ميليون افغانۍ عشر راټول کړی دی.

د پکتيکا د کرنې رئيس مولوي اسماعيل شکېب وويل، که څه هم نيمايي عُشر يې خلکو ته بښلی، خو بيا يې هم ۵۰ ميليونه افغانۍ عُشر ټول کړی او دولتي خزانې ته یې لېږدولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «تاسې له موږ پوښتنه کړې چې سږ کال ستاسو عشر څومره و؟ تقريبا پنځه سوه لکه افغانۍ ان شاالله کېږي. زموږ مشرتابه کوم عشر چې موږ راټولو هغه يې نيمايي معاف کړی، مالکانو ته داسې فرمان دی، چې دا به تاسو اړونده غريبانو، مستحقو، ملايانو او مدرسو ته ورکوی.»

د معلوماتو له مخې سږ کال سوېل ختيځ زون پکتيا او پکتيکا کې حاصلات څو چنده زيات شوی، خو نرخونه يې د تېر په څېر لوړ نه ‌دي. د پکتيا مرکز ګردېز کې د «تېرې او غړک» سيمو ترڅنګ احمدابا، احمدخېل، اريوب ځاځي، لجه‌منګل، څمکني، پټان او جانيخېل ولسوالۍ د جلغوزيو ځنګلونه لري.

د پکتيا د کرنې رئيس مولوي عبدالروف سعيد وايي، سږ کال يې ۵۰ ميليونه افغانۍ عُشر ټول کړی چې بېلا‌بېلو برخو کې به مصرف شي. د هغه په وینا، عُشر د مال د صفايي لسمې برخې ته ويل کېږي، چې د قران کريم د حکم په اساس له کروندګرو ټوليږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتيا او پکتيکا ځايي مسوولين وايي، سږ کال يې ځکه ډېر عشر ټول کړی، چې له يوې خوا د جلغوزيو د ځنګلونو حاصلات زيات وو او بلخوا ټولو سیمو کې اسلامي امارت حاکميت پيدا کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام