پکتيا کې یو‌شمېر سوداګر وايي، سره له دې چې افغان چارواکو څو ځله ورسره ژمنه کړې چې د ګردېز ـ پټان لویه‌لار به په رسمي توګه ټرانزیټي لاره کړي، خو دغه ژمنه یې تراوسه نه ده عملي کړې.

دوی وايي، د پکتیا له لارې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د سوداګريزې راکړې ورکړې تر ټولو غوره لار د ګردېز ـ پټان لویه‌لار ده چې د نورو تجارتي لارو په پرتله ۳۰۰ کيلومتره لنډه ده.

د سوېل ختيځ زون د سوداګرۍ خونې رئيس عبدالنصير علميار هم دا لاره د هېواد اقتصاد او سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره حياتي بولي او وايي چې د داخلي سوداګرو تر څنګ بهرنيو سوداګرو هم ورسره اړيکه نيولې او د يادې لارې د ترانزيټ او رسمي کېدو غوښتنه يې ور څخه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «کوتل نه لري، موټر پخپل وخت زر رسيږي. د افغانستان مارکېټونو ته چې کله ژر ترانزيټ شي، دغه لاره دوه تر درې سوه کيلومتره د خوست د غلام‌خان له لارې دغه لاره نږدې شي، د کراچۍ بندر له لارې چې کوم توکي راځي، تاجکستان ته ځي تقريبا يونيم سل کيلومتره زموږه لاره د غلام او انګور اډې څخه نږدې ده.»

دغه سوداګر وايي، که چېرې دغه لار په یوې سوداګریزې لار بدله شي، نو افغان سوداګر به وکولی شي، سوداګريز توکي په کم وخت کې په اسانه او ارزانه توګه هېواد ته را وارد او ياهم له هېواده بهر صادر کړي.

په پکتیا کې سوداګر فضل احمدزی وايي چې دا لاره د نورو په پرتله ډېرې اقتصادي ګټې لري او بايد پر یوې سوداګرۍ لارې د بدلېدو چارې يې هر څه ژر پېل شي.

د نوموړي په وینا، د سوداګریزو توکو لپاره دغه لار ډېره ازرزانه تمامېږي او له نورو سوداګریزو لارو افغان سوداګرو ته له ۴۵۵ تر ۴۶۰کیلو مټرو پورې نږدې ده. هغه زیاته کړه که د کردېز-پټان لویه لار په رسمي توګه پر سوداګرېزې لارې بدله شي، د سوداګریزو توکو د لېږد د کرایې سربېره پکتیا ولایت به د سوداګرۍ له اړخه ډېرې  ګټې وکړي.



 د پکتيا ولايتي ادارې مسوولان هم وايي چې د دې لويې لارې د ترانزيټ په اړه يې د حکومت له مرکزي چارواکو او ولسمشرۍ ماڼۍ سره خبرې کړي چې د امنيت په ښه کېدو سره به يې د ترانزيټ لومړني کارونه  پیل شي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي زیاته کړه: «کله چې جمهور رئيس دلته راغلی و، دلته مو هم  وړاندیز ورکړی دی، نو په همدې اساس د ګردېزـ پټان د ترانزيټ موضوع په وار وار مطرح شوې ده. د دې لارې اهميت پدې کې ده، چې لنډه ده او هواره ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ګردېز-پټان لویه لار چې ۷۵کیلو مټره اوږدوالی لري، پکتیا ولایت د کوزې پښتونخوا پاړا چینار سیمې سره نښلوي. دغه لار د افغان سوداګرو د توکو لپاره یوه له مهمو لارو ګڼل کېږي. خو تراوسه دواړو هېوادونو پرې د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې په اړهد اسانتیاوو د رامنځ کولو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام