لاینز: ښايي افغانستان د سوریې له برخلیک سره مخ شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبرا لاینز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا فوق العاده غونډې ته په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په اړه وایي چې دغه هېواد یوه ګواښونکي مرحله کې دی او که پاملرنه ورته ونه شي، د سوریې له برخلیک سره به مخ شي. په دغه ناسته کې د ملګرو‌ملتونو د غړو هېوادونو استازیو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او د اوربند او یوې سیاسي حل لارې غوښتنه یې کړې ده.

د ختیځو ولایتونو دیني عالمانو افغان امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړه

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې نن د ختیځو ولایتونو ګڼ‌شمېر دیني عالمانو د یوې غونډې پر مهال د طالبانو پر وړاندې جګړه کې ټپي شویو افغان سرتېرو ته وینه ورکړه. دیني عالمانو په دغه غونډه کې روانې جګړې او ناامنۍ وغندلې او له طالبانو یې وغوښتل چې نور دې له جګړو لاس واخلي.

پکتیا کې سوداګر د ګردېز-پټان د لویې لارې د ټرانزیټ غوښتنه کوي

 پکتيا کې یو‌شمېر سوداګر وايي، سره له دې چې افغان چارواکو څو ځله ورسره ژمنه کړې چې د ګردېز ـ پټان لویه‌لار به په رسمي توګه ټرانزیټي لاره کړي، خو دغه ژمنه تراوسه نه ده عملي شوې. دوی وايي، دغه لار د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د سوداګريزې راکړې ورکړې تر ټولو غوره لار ده چې د نورو تجارتي لارو په پرتله ۳۰۰ کيلومتره لنډه ده.

طالبانو د جوزجان زندان له نیولو وروسته ټول بندیان خوشې کړي

په جوزجان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وایي چې وسله‌والو طالبانو نن سهار د دغه ولایت پر زندان ډله‌ییز برید کړی چې دغه زندان یې نیولی او شاوخوا ۱۰۰۰بندیان چې په بېلابېلو جرمونو بندیان وو، خوشې کړي دي. د سرچینې په وینا، جګړه د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست او ۵سوه فامیلو سیمه چې د دوستم کور ته نږدې پرته ده، دوام لري.