د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا فوق العاده غونډې ته په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په اړه وایي چې دغه هېواد یوه ګواښونکي مرحله کې دی او که پاملرنه ورته ونه شي، د سوریې له برخلیک سره به مخ شي.

نوموړې زیاته کړه چې افغانستان په یوه نازک وضعیت کې دی او یوازې د سولې رښتینې مذاکرات او یاهم پراخ ناورینونه پر وړاندې لري چې په دغه هېواد کې یوه بې رحمه جګړه او د بشر حقونو څخه سرغړونې څو برابره روانې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مېرمن لاینز د سولې خبرو پر مخ وړلو کې د دغه سازمان په نقش هم ټينګار کړی او ویلي یې دي، که په دغه بهیر کې پرمختګونه تر سترګو نه شي، د طالبانو پر استازو باید بندیزونه له سره ولګول شي.

په دغه ناسته کې د ملګرو‌ملتونو د غړو هېوادونو استازیو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او د اوربند او یوې سیاسي حل لارې غوښتنه یې کړې ده.

په ورته مهال د چارو شنونکي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته د هېواد روان وضعیت ته په کتو ګټوره نه بولي او وایي، له دغې ناستې چې څومره هیله‌کېده هغسې ګټې یې نه درلودې.

په کاناډا کې د سیاسي چارو شنونکی حکیم ناظم په دې باور دی چې د افغانستان غوښتنو ته په کتو چې له دې ناستې یې درلودې چې باید د پاکستان هېواد محکوم او ترهګرۍ په اړه به پرېکړه وشي، خبرې نه دي شوي.

د هغه په وینا، افغانستان هیله درلوده چې په دغه ناسته کې به کورني او بهرني ترهګر چې افغانستان ته راغلي محکوم شي او په ځانګړې توګه پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکي هېواد په توګه وپېژندل شي، په دې اړه خبرې نه دي شوي.



په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو بل شنونکی سیدباقر محسني وایي چې په دې ناسته کې غندل او ګواښ کول په افغانستان کې روان وضعیت نه شي بدلولی او یوازې خبرپاڼې خپرول ګټه نه لري.

د هغه په خبره، دغه ناسته د هېواد پر روان وضعیت هېڅ اغېز نه لري، ځکه د دغې شورا مهم غړي له طالبانو سره هوکړه‌لیک لري او له دوی سره ملګري دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر په هېواد کې د تاوتریخوالي او د وسله‌والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له لوري د بشر د حقونو نقض پر دوام هند چې د ملګرو‌ملتونو د امنیت شورا دوره‌یي ریاست پر غاړه لري، غوښتنه کړې وه چې د امنیت شورا دغه فوق العاده غونډه جوړه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام