Asset 1SWN

یوناما افغانستان کې د تاوتریخوالي درولو غوښتنه کړې

Helmand-War-1-1-owy11bgm6aa9xykhdm3djx0zyscdxkb45fehxevc7o

د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما نن سهار پر ټوېټر ویلي، ټولې خواوې دې روانې نښتې او تاوتریخوالی ودروي او د جګړې سوله‌ییز حل لپاره دې هڅې زیاتې کړي.

یوناما د هلمند جګړو ته په اشارې ويلي چې يادو جګړو کې زرګونه ملکیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

د دوی لومړني راپورونه ښيي چې دغو جګړو کې ملکیانو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ زیاته کړې چې تاوتریخوالی یوازې د افغانانو لپاره لا ډېرې بدبختۍ رامنځته کوي او دوحه کې د سولې پیل شوې خبرې چې یو تاریخي فرصت دی، کمزوری کوي.

طالبانو د تېرې يکشنبې په ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه ښار پر یو شمېر سیمو بريدونه وکړل.

همدارنګه، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم د هلمند امنیتي حالت ارزونې په موخه دې ولایت ته تللی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په دې نښتو کې ۷ ملکيان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.

د طالبانو په يادو بريدونو کې شاوخوا ۵۰۰۰ کورنۍ هم بې‌ځايه شوې دي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام