Asset 1SWN

ا.ا: هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌ کوي

IMG_20230902_160925_413

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌.الله م.‌جهاد وايي چې د ریاست‌الوزرا مرستیال عبدالغني برادر پرون د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې نور هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

هغه زیاتوي: «په دې لیدنه کې ورته په ډاګه شوې چې نه غواړو د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړو او له نورو هېوادونو هم همداسې دریځ غواړو. ا.ا په دې برخه کې خپل اصولي دریځ لري او د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو ملاتړ کوي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قُمي پرون د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د ا.ا له ځینو نورو چارواکو سره پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو او د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د ا.ا چارواکو داسې مهال د ایران له ځانګړي استازي سره د لیدنې پر مهال د افغانستان په چارو کې د نورو هېوادونو پر نه لاسوهنې ټینګار کړی چې د دغه هېواد لوړپوړو چارواکو تل د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او له ا.ا څخه یې غوښتي چې د ټولو قومونو او لږکیو ګډ حکومت جوړ کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان دوه میاشتې مخکې د اذربایجان په پلازمېنې باکو کې د یوې جوړې شوې غونډې پر مهال افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی و.

په همدې حال کې د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو شنونکي وايي، ایران په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت جوړېدو په یادولو سره غواړي چې خپلې ګټې ولټوي او په سیمه او نړۍ کې ځان وښيي.

د سیاسي چارو شنونکی محمود اضطرابي وايي: «ایران د ټول‌شموله حکومت په جوړېدو کې خپلې ګټې لټوي. دا د یوه ارزښتناک بحث په توګه نه یادوي، بلکې د دا ډول غوښتنو او شعارونو تر سیوري لاندې خپل سیاست څاري، څو هغه ګټې چې اوس کمزورې شوي، پیاوړې کړي.»

یو بل سیاسي شنونکی عبدالجبار اکبري وايي: «ایران په تېرو دوو کلونو کې بېلابېلې لارې کارولي؛ ځکه غواړي چې د سیمې په کچه ستر پاتې شي او وښيي چې د افغانستان په قضیو کې رول لري. په داسې حال کې، هغه هېوادونه چې د ټول‌شموله موضوع یادوي، د هېواد په دننه کې خپله له یوه ستر تناقض سره مخامخ دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د نړیوالو اړیکو شنونکی حبیب‌الله جعفري هم باور لري چې د سیمې هېوادونه، په تېره ایران هڅه کوي چې د افغانستان په مسایلو کې خپله ونډه ولري. نوموړی وايي: «د سیمې او نړۍ هېوادونه خپلې ګټې لټوي. ایران هم د خپلو ګټو د تضمین لپاره ټول‌شموله حکومت یادوي. له بلې خوا نه غواړي چې د افغانستان قضیو کې وروسته پاتې شي. همدا لامل دی چې پر ټول‌شموله حکومت ټینګار کوي؛ ځکه نه غواړي چې ګټې یې له ګواښ سره مخامخ شي.»

خو ا.ا تل ټینګار کړی چې سرپرست حکومت یې ټول‌شموله دی او د افغانستان ټول‌ قومونه په‌کې ونډه لري.

دواړو هېوادونو په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د ایران ځانګړي استازي هم په خپلو پرونیو ناستو کې ویلي چې هېواد یې د اقتصاد، کرنې، صنایعو او د اوسپنې پټلۍ د پراختیا برخه کې همکارۍ ته لېواله دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام