د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران د استازیو جرګې له یوه پلاوي سره لیدنه کې ویلي چې افغانستان د هېوادونو ترمنځ د اتصال پر مرکز بدلېدونکی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن یکشنبه د وږي پنځمه د پیغام رسولو پر پلټفارم اېکس «ټوېټر» لیکلي چې امیرخان متقي دغه څرګندونې نن د ایران د استازیو مجلس له یوه اووه کسیز پلاوي سره لیدنه کې کړې دي.
د ایران د استازیو مجلس د راغلي اووه کسیز پلاوي مشري جواد کریمي قدوسي کوي چې متقي سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دې لیدنه کې همداراز ویلي چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې او ټرانزیټ لري او په وینا یې، د هېوادونو ترمنځ د اتصال پر مرکز بدلېدونکی دی.
متقي زیاته کړه چې افغانستان د ایران د صنعتي توکو لپاره ښه بازار دی او اړتیا ده چې دواړه هېوادونه د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ضیااحمد تکل لیکلي: «افغانستان اوسمهال د هېوادونو ترمنځ د اتصال په مرکز بدلېدونکی دی. نوموړي ټينګار وکړ چې افغانستان د ایران د صنعتي توکو لپاره ښه مارکيټ دی، ځکه نو لازمه ده چې افغانستان او ایران د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته او له دغه فرصت څخه پوره ګټه واخلي.»
ایراني پلاوي هم متقي سره لیدنه کې د قاچاق مخنیوي، د سرحدي ستونزو مدیریت او په ناقانونه توګه د خلکو د تګراتګ مخنیوي برخه کې پر ګډ کار او حل لارو ټينګار کړی دی.
دغه ایرانی پلاوی داسې مهال کابل ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د ایران او افغانستان ترمنځ له هلمند سینده د ایران د حقابې پر سر ناندرۍ راپورته شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې سربېره له کلونو راهیسې ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او خلکو ناوړه چلن هم لامل شوی چې ایرانی لوری د افغان حکومتونو تر نیوکو لاندې شي.