Asset 1SWN

نیمروز کې د ایران او افغانستان د ځواکونو ترمنځ نښته شوې

درگیری-مرزی-نیمروز-770x433

نیمروز کې ولسي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت په سرحدي سیمه کې د افغانستان او ایران امنیتي ځواکونو ترمنخ نن سهار نښته رامنځته شوې چې اوس هم روانه ده.

د سرچینې په وینا، تراوسه معلومه نه ده چې دغه نښته د څه له امله رامنځته شوې، خو زیاتوي چې ایراني ځواکونو پر زرنج ښار د توغندیو بریدونه هم کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال سرچینې زیاته کړې چې د نیمروز مرکز زرنج ښار د زاړه هوايي ډګر سیمې څخه ګڼ‌شمېر کورنۍ د ایراني ځواکونو د توغندیزو بریدونو له وېرې له یادې سیمې وتلي دي.

سرچینې همداراز ویلي چې لا هم د ایران او افغانستان د ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نیمروز محلي مسوولانو او د سرپرست حکومت چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. بل‌خوا تراوسه د ایران حکومت هم په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم نیمزوز کې د ا.ا او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام