Asset 1SWN

یوه بې‌وزله مور: په دې وېرې شپه سبا کوم چې ماشومان به مې د لوږې له امله ومري

0125 afghanistan_poverty road

د ژمي د سړې هوا په پراخېدو سره هېواد کې هغه کسان لا له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې د بې‌وزلۍ له امله شپې په لوږه او ورځې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو تېروي.

اوږدې جګړې، وچکالۍ او بې‌وزلۍ سربېره د ځینو نورو لاملونو له کبله ګڼ‌شمېر کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې او ډېری دغه کورنۍ د یوې ښې راتلونکې په تمه کابل کې مېشتې شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کابل ته له ولایتونو راغلې ډېری بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، سرپرست نه‌لري او روان ژمي کې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

مېرمن سیاه‌مو چې له کندوز څخه کابل ته بې‌ځایه شوې له خپل خراب اقتصادي وضعیت څخه شکایت لري. نوموړې وايي، هره شپه په دې وېرې سبا کوي چې ماشومان به یې د لوږې له امله ومري.

نوموړې وویل: «کله چې کندوز کې جنګ و، موږ له خپلې کورنۍ سره کابل ته را کډه شوو، شل‌کلن زوی مې چې د کورنۍ یوازینی ګټیالی و، همالته شهید شو. مخکې زه خپله د خلکو کورونو ته تلم، د هغوی جامې به مې وینځلې، خو اوس هېڅ هم نشته، څوک مې خپل کور ته نه غواړي. اوس مې یو اووه کلن زوی د ورځې په ۳۰افغانۍ کار کوي. د میاشتې ۴۰۰۰ افغانۍ د کور کرایه ورکوم. دوه میاشتې کېږي دا مو هم نه ده ورکړې، نه لرګي لرو، نه ذغال، واړه ماشومان مې ځي د چوب فروشیو میده‌ګي راټولوي بیا ورباندې کور ګرموو، خو کله کیږي.»

بل‌خوا له هرات څخه پلازمېنې کابل ته بې‌ځایه شوې عادله وايي چې د کور ګرمولو لپاره هېڅ لري او خاوند یې ښار کې لاسي کراچۍ چلوي. د نوموړې په وینا، روان ساړه ژمي کې یې ماشومان یخنۍ وهلي او د ګرمولو لپاره یې یوازې دوه کمپلي لري.

عادلې وویل: «په دې شپو او ورځو کې مو وضعیت سخت خراب دی، نه بخارۍ لرو او نه ګاز چې کور ورباندې ګرم کړو، اولادونه مې په دې یخ کې سختو سړو وهلي دي. ټول کور کې یوازې دوه کمپلې لرو. خاوند مې یوه کراچۍ لري چې کار ورباندې وکړي. ماسره هېڅوک کمک هم نه کوي. له دولت غواړم چې مرسته راسره وکړي.»

لس کلن اسلام‌الدین هم چې له هراته کابل ته بې‌ځایه شوی، په دې کوچني عمر د ژوند درون بار ور تر غاړې دی.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل چې پلار یې پر نشه‌يي توکو روږدی دی، مور او دوه خویندې یې څو میاشتې وړاندې له کوره وتلي او په وینا یې، تراوسه بېرته کور نه دي راستانه شوي.

اسلام‌الدین وویل: «په دې یخ ژمي کې زموږ ډېر یخ دی، بغیر له ما بل څوک نشته چې کار وکړي، شپږ میاشتې مخکې کله چې یو کلن ورور مې مړ شو، مور مې له دوه خویندو سره کوره ووته، تراوسه معلومه نه ده چې چېرته به وي. پلار مې هم پر نشه‌يي توکو روږدی دی. اوس نو صرف زه کار کوم چې ډوډۍ پیدا کړم.»

دغه بې‌ځایه شوي او بې‌وزله داسې مهال له لوږې او وزګارتیا شکایت کوي چې له څه مودې راهیسې اسلامي امارت هېواد کې د سوالګرو د راټولولو بهیر پیل کړی دی.

که څه هم د دغه بهیر پر مټ ډېری سوالګرو چې ښځې، ماشومان او پېغلې هم په‌کې شاملې دي، راټول شوي او د میاشتې ورته یوه اندازه معاش ټاکل شوی، خو لا هم پلازمېنه کې ځینې سوالګر لیدل کېږي.

دغه سوالګر په بېلابېلو طریقو له خلکو سوال کوي. ځینې د قلمونو د پلور له لارې او ځینې یې د سپېلنیو او نورو لارو له خلکو سوال کوي. ۱۱کلن قدرت‌الله چې د کابل ښار قلعه‌نجارا سیمه کې سپېلني دودوي، وايي چې له همدې لارې خلکو ته د سوال لاس اوږدوي.

نوموړي وویل: «دلته کلانجارا کې خلکو ته سپیلني دودوم، وضعیت مو ډېر خراب دی، کور مو هم ډېر یخ دی. درې میاشتې کېږي امارت بایومتریک کړی یم، راته یې ویل د میاشتې درې زره افغانۍ درکوو چې نور سوال او دود ونکړې، تراوسه یې راسره هیڅ کمک نه دی کړی، نو زه هم مجبور شوم بیا سرکونو ته را ووځم او خلکو ته سپیلني دود کړم. له حکومت غواړو، کله چې مونږ بایومتریک کوي، باید بیا کومک هم وکړي.»

په ورته مهال د اقتصاد وزارت مسوولان هم روان ژمي کې د خلکو ستونزې تاییدوي او وايي چې هڅه کوي، خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي. د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلام‌وطندار ته وویل چې د تېر کال د شمېرو له مخې هېواد کې لږ تر لږه ۷۰سلنه افغانان له سختې لوږې او بې‌وزلۍ سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، هېواد کې وروستیو، سېلابونو، زلزلې، اورلګېدونو او روان ساړه ژمي د هېوادوالو بې‌وزلي او لوږه لاپسې لوړه کړې ده.

نوموړي وویل: «کوم څه چې موږ ته ډېر مهم دي، هغه دا دي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړو، په بنسټ‌ییزو پروژو باندې کار وشي، همدارنګه کورنۍ تولیدات باید ولرو، له دې سره د کار زمینه هم برابرېږي، همدارنګه ډېر فوکس مو په سوداګرۍ باندې دی، له دې سره به هېواد کې د وزګارتیا کچه هم کمه شي.»

دا په داسې مهال دی چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته او د نړیوالو بندیزونو سره هم‌مهاله هېواد کې د وزګارتیا کچه ورځ تر بلې پراخېږي چې خلک یې خپلې راتلونکې ته اندېښمن کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

که څه هم د اسلامي امارت حکومت هېواد کې د سترو پروژو د پلېدو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو خبره کوي، خو دغه چاره تراوسه هېواد کې د وزګارتیا په کمېدو کې بې‌اغېزې پاتې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام