ا.ا: هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌ کوي

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌.الله م.‌جهاد وايي چې د ریاست‌الوزرا مرستیال عبدالغني برادر پرون د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې نور هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

اقتصادي شنونکي: د اسعارو بیو چټک او لنډمهالی بدلون پر اقتصاد ناوړه اغېزې پرېباسي

امریکايي ډالرو د تېرو څو اوونیو پر مهال د هېواد د اسعارو بازار کې د «افغانۍ» پر وړاندې خپل ارزښت ورځ تر بلې له لاسه ورکړی او ان یو امریکايي ډالر په ۷۳ افغانیو هم تبادله شو، خو دا بیه د دوو ورځو په تېرېدو سره بېرته څه باندې ۷۸ افغانیو ته ورسېده.

د پېژندپاڼو وېش وروسته خدمتونو نشتون؛ د ولایتونو اوسېدونکي: اړ یو کابل ته لاړ شو

د هېواد د یو‌شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي چې د برښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري چې له امله یې ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په وینا، ولایتونو کې یې د پېژندپاڼو وېش وروسته خدمتونو نشتون له امله اړ دي چې د یادو خدمتونو لپاره کابل ته سفر وکړي.

بلخ پوهنتون کې د زده‌کړیالانو له لوري د کتابونو نندارتون جوړ شوی

د بلخ پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د زده‌کړیالانو له لوري مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د کتابونو نندارتون جوړ کړی دی.

دغه نندارتون چې پرون شنبه د وږي ۱۱مه د بلخ پوهنتون کې جوړ شوی د بېلابېلو برخو شاوخوا ۱۸۰۰ ټوګه کتابونه په‌کې نندارې کېښودل شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ اداره: افغانستان به ډېر ژر له چابهار بندر سره ونښلول شي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې ډېر ژر به افغانستان د ایران چابهار بندر سره ونښلول شي.

د یادې ادارې سرپرست بخت‌الرحمان شرافت ایراني چارواکو سره تر لیدنې وروسته پرون جمعه د وږي لسمه پر اېکس شبکه «ټوېټر» دغه خبر ورکړی دی.

د افغانستان بانک نن «۱۳» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې نن یکشنبه د وږي دولسمه به «۱۳» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک پر اېکس شبکه «ټوېټر» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به نن «۱۳» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.