Asset 1SWN

اقتصادي شنونکي: د اسعارو بیو چټک او لنډمهالی بدلون پر اقتصاد ناوړه اغېزې پرېباسي

Doller

امریکايي ډالرو د تېرو څو اوونیو پر مهال د هېواد د اسعارو بازار کې د «افغانۍ» پر وړاندې خپل ارزښت ورځ تر بلې له لاسه ورکړی او ان یو امریکايي ډالر په ۷۳ افغانیو هم تبادله شو، خو دا بیه د دوو ورځو په تېرېدو سره بېرته څه باندې ۷۸ افغانیو ته ورسېده.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالوفي نایب‌زی وايي، د افغانستان د اسعارو بازار او د سوداګرۍ په برخه کې د ګډوډیو جوړېدل تر ټولو لوی زیان دی چې کولای شي د هېواد د اسعارو بازار کې د بې‌ثباتۍ او چټک بدلون لامل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «د اسعارو بازار کې چټک بدلونونه ځینې زیانونه هم لري. د دغه وضعیت یو زیان د بېلګې په توګه درته وایم، تاسې ولیدل چې دوه ورځې وړاندې د یوه ډالر بیه تر ۷۲ او ۷۳ افغانیو پورې را ټیټه شوه، خو نن بیا ۷۷ او ۷۸ افغانیو ته لوړه شوه. دغه ډېر بدلونونه د قیمتۍ او په بازار کې د یو ډول ګډوډۍ او بې‌باورۍ لامل کېږي.»

څرنګه چې د افغانستان اقتصاد تر ډېره پر وارداتو ولاړ دی او د هېوادوالو د ورځني ژوند د اړتیا وړ توکي، په ځانګړې توګه د سوند او خوراکي توکي له بهر څخه را واردېږي، تمه کېده چې د ډالرو ارزښت په کمېدو سره به د دغو توکو بیه هم را کمه شي، خو د هېواد کورنیو بازارونو کې کوم توپیر را‌نغی.

د اقتصادي چارو شنونکو په اند، داچې ډالر د لنډمهال لپاره د افغانیو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، دغه بدلونونه نه‌شي کولای هېواد ته د وارداتي توکو، په ځانګړې توګه د لومړنیو توکو بیې راکمې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اقتصادي چارو کارپوه ظاهر بهزاد سلام‌وطندار ته ویلي: «اوسني شرایط د مالي یا پولي حباب بڼه لري؛ داسې چې تر اوسه هېڅ سوداګر د ډالر په اوسنۍ بیه حساب نه‌شي کولای. همدا لامل دی چې د ډالر بیې د ټیټېدو اغېزې په کورنیو بازارونو کې حس نه‌شي.»

د اقتصادي چارو کارپوهانو په وینا، د هېواد د اسعارو بازار کې راغلیو بدلونونو ته په پام، د افغانۍ پر وړاندې د ډالر دوامداره بدلون په بازارونو کې د نورو اړتیا وړ توکو د بیو کموالي لامل کېدای شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام