Asset 1SWN

د «افغانۍ» پر وړاندې د ډالر ټیټوالی؛ کابل ښاریان: د خوراکي توکو بیې نه‌دي کمې شوي

mawad-khorakkkiii-prr7q1d6hjvtuffhmh337ntrdps167e1nxppkbk2a0

د کابل ښار د شهزاده سرای د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، نن (د وږي پنځمه، د یکشنبې ورځ) تر غرمې پورې یو امریکايي ډالر په ۸۰ افغانۍ او ۴۰ پوله پلورل کېده؛ په داسې حال کې چې تېره اوونۍ د یوه امریکايي ډالر بیه تر ۸۸ افغانیو پورې رسېدله.

که څه هم د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه کمه شوې، خو کابل ښاریان شکایت کوي چې په بازار کې د خوراکي توکو بیې پر خپل ځای ولاړې دي. عمران چې د خوراکي توکو د پېر لپاره د کابل منډيي ته راغلی وايي، هټۍ‌وال خوراکي توکي د تېرې اوونۍ په بیه پلوري. هغه زیاتوي: «سره له دې چې ډالر ټیټ شوی، ځینې یې چې انصاف لري، خوراکي توکي د نوې نرخنامې له مخې پلوري، خو ډېری یې نه.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل اوسېدونکې مهتاب‌ګل بیا له اړوندو ادارو غواړي چې په کابل ښار کې د خوراکي توکو بیې کنټرول کړي. نوموړې وايي: «اوړه ۱۶۰۰ وو، هېڅ ارزانه شوي نه‌دي او مکروني چې په ۶۰ یا ۷۰ افغانیو پلورل کېدل، اوس په ۸۰ افغانیو دي.»

په همدې حال کې د کابل د منډيي یو هټۍ‌وال حمیدالله وايي چې خوراکي توکي د ښاروالي د نرخنامې له مخې پلوري. هغه زیاتوي: «کابل ښاروالي له نېکه مرغه نن موږ ته نرخنامې راکړي او بیې په‌کې لیکل شوې دي؛ د بېلګې په توګه، د اوړو بیه ۱۶۲۰ افغانۍ، وریجې په ۲۹۰۰ او اوبلن غوړي په ۴۸۰ افغانۍ دي او موږ هغه پلې کوو.»

د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی بیا وايي چې هره اوونۍ د کابل ښار هټۍ‌والو ته نوې نرخنامې ورکوي او په خبره یې، نن یې هم په ښار کې پر هټۍ‌والو وېشلې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «د غوړیو په بیه کې ۳۰ افغانۍ او د اوړو کې ۷۰ افغانۍ او د نورو خوراکي توکو بیې کمې شوې دي. نرخنامه هره اوونۍ موږ ته را رسېږي او دا چې په دې اوونۍ کې د ډالرو بیه را ټیټه شوه، د خوراکي توکو بیه هم کمه شوې ده.»

د یادونې ده چې د کابل ښاروالي د نوې نرخنامې پر بنسټ باید د کابل ښار په بازارونو کې یوه ۵۰ کیلويي بوجۍ اوړه په ۱۶۲۰ افغانیو، یوه بوجۍ ۲۴ کیلويي لومړۍ سېله وریجې په ۲۹۰۰ افغانۍ او یو بوټل پنځه لېټره اوبلن غوړي په ۴۸۰ افغانیو وپلورل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام