Asset 1SWN

روزګانیان: خلک افغانۍ نه پېژني؛ د کلدارې د کارونې په تور ۳۰ کسان نیول شوي

د راپور تصويرونه (5)

د روزګان مسوولان وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې يې مرکز ترينکوټ ښار کې لسګونه هغه کسان نيولي چې په پاکستانۍ کلدارې يې راکړه ورکړه کوله.

روزګان کې د افغانيو د ترويج کمېسيون غړي حاجي یوسف سلام‌وطندار ته وویل، تراوسه يې ۳۰ داسې کسان نيولي چې په پاکستانۍ کلدارې يې راکړه ورکړه کوله او يا یې تر ټاکلې اندازې په لوړ قيمت توکي پلورل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وويل: «موږ د ښار اوسېدونکو ته مخکې خبر ورکړی و چې نور پاکستانۍ کلدارې بندې دي. تراوسه موږ په پاکستانۍ کلدارې د راکړې ورکړې په تور ۳۰ کسان نيولي او د تېرو څو ورځو راهيسې مو د دغه کسانو دوکانونه هم تړلي دي.»

په ورته وخت کې عام خلک که څه هم ښار کې د افغانيو ترويج څخه هرکلی کوي، خو زياتوي چې روزګان کې افغانۍ کمې او دوی ورته لاسرسی نه‌لري.

د دې ولايت يوشمېر اوسېدونکي وايي، له هغه وروسته چې بازارونو کې پاکستانۍ کلداره بنده شوې، ورسره د توکو نرخونه هم دوه برابره زيات شوي دي. دوی له مسوولانو څخه د يادو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د روزګان اوسېدونکي سمېع‌الله وویل: «د افغانيو ميده لوټونه ښار کې نشته، بله ستونزه دغه ده چې دلته خلک بېخي افغانۍ سره پېژني لا هم نه، باید ميده پیسې ښار ته وړاندي شي.»

په ورته وخت کې د روزګان د اطلاعات او فرهنګ رييس قاري اغاولي قريشي وايي، دامهال یې په کافي اندازه افغانۍ روزګان ته لېږدولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسي حال کې ده چې د روزګان مسوولانو د تېرې شنبې ورځ دغه ولایت کې د پاکستانۍ کلدارې د مخنيوي او افغانيو د ترويج لپاره ضرب‌الاجل ټاکلی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام