Asset 1SWN

کابل کې د ودانیزو چارو درول؛ د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونو تولیدات کم شوي

a-q2x3pw69vhbzqyuxytq7yipi0ozrk39uxgxhl98zns

د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونو د ټولنې مسوولان وايي چې کابل کې د ودانیزو چارو کمېدل لامل شوي چې د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونې هېواد کې د فولادو د تولید کچه کمه کړي.

د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونو د ټولنې اجرایي رییس عبدالنصیر رشتیا سلام‌وطندار ته وویل چې د فولادو کچې ټیټېدو سره به ګڼ‌شمېر خلک خپلې دندې له لاسه ورکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «که کابل کې ودانیزې او رغنیزې چارې درېږي، دا لامل کېږي چې د فولاد صنعت کابل ښار کې ولوېږي او د تولید کچه کمه شي او له همدې امله به ډېری خلک خپلې دندې له لاسه ورکړي.»

په همدې حال کې د رحیم ګردیزي سوداګریز شرکت مسوولان وايي چې کابل ښار کې د ودانیزو چارو د درېدو له کبله یې هېواد ته د ګول سیخ او  اوسپنیزو توکو واردات بند کړي دي.

د دغه شرکت یوه مسوول مسیح‌الله سلام‌وطندار ته وویل چې د ودانیزو او رغنیزو چارو د درېدو له امله د یاد شرکت لسګونه کارکوونکي هم وزګاره شوي دي.

هغه وویل: «شاوخوا له ۴۰۰تر ۵۰۰ کسانو دې برخه کې کار کاوه او اوس یې شمېر ۸۰ تر ۹۰ کسانو ته رسېدلی. هره میاشت به مو له ایران، ازبکستان او روسیې څخه تر ۸۰زره اوسپنیز توکي واردول، خو درېدلي، ځکه تقاضا نشته. یوازې څو کارخونې چې فعاله دي د میاشتې له ۲۰۰-۳۰۰۰ ټُنه تولید لرو چې په سختۍ پلورل کېږي.»

بل‌خوا د میثم په نوم د اوسپنې وېلې‌کولو کارخونې یوه مسوول شفیق‌احمد هم وايي چې د ودانیزو چارو درېدو یې پر کارونو اغېز کړی دی. هغه سلام‌وطندار ته وویل: «منفي اغېز کوي له دې امله چې د کارخونو پلور کم شوی او موږ هره ورځ تر ۲۰۰ ټُنه تولید لرو چې اوس ۵۰ټُنه هم نه کېږي.»

په همدې حال کې د کور او شار جوړولو وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې کابل ښار کې یې د ودانیو د جوړولو چارې له دې امله درولي چې په غیرپلاني سیمو کې ودانیزې او رغنیزې چارې روانې وې.

د یاد وزارت ویاند محمدکمال افغان وايي چې په غیرپلاني سیمو کې د ودانیزو چارو د مخنیوي پر طرحې کار روان دی.

هغه وویل: «په ټول کابل کې ودانیزې او رغنیزې چارې بندې کړل شوي، ځکه ډېری لوړپوړې ودانۍ، سوداګریز مارکېټونه او نورې ودانۍ داسې ځایونو کې جوړې شوي چې ماسټر پلان سره ټکر کې دي چې ستونزې یې ډېرې کړي او له همدې امله مو بندې کړې دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولان زیاتوي چې د نوي کابل ښار ماسټر پلان عملي کېدو چارې به په نږدې ورځو کې پیل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام