که څه هم اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د یوه فرمان په ورکولو سره ویلي وو چې له هېواده بهر ته د زړو اوسپنو  لېږد بندی شوی، خو د دې برخې کاروباریان او صنعت‌کاران لا هم پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي.

د اوسپنې یو کاروباري صمیم وايي چې اوس هم د کندهار سپین بولدک او ځینو نورو ولایتونو کې زړې اوسپنې په ناقانونه توګه پاکستان ته لېږدول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې له زړو وسپنو بار سلګونه موټر د کندهار د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ځي چې پکې مات کانټینرونه، د موټرو پرزې او نورې بلابېلې اوسپنیزو توکي شامل دي او که یې مخه ونه نیول شي، په راتلونکي کې به د ننګرهار او کندهار د وسپنو د ویلي‌کولو کارخونې په ټپه ودرېږي.

په همدی حال کې د اوسپنې د فابریکو لرونکو ټولنې مشر عبدالنصیر رښتیا وایي، د اسلامي امارت چارواکو د ده په ګډون یو پلاوی کندهار ته استولی وو چې هلته د وضعیت ارزونه وکړي.

نوموړی وايي چې کندهار کې شاوخوا ۶۰ زره ټنه زړه اوسپنه موجوده وه او صنعت‌کارانو وړاندیز وکړ چې دا شمېر وسپنه په دوی وپلوري، خو د هغه په وینا چې هغوی لا هم دې ته نه دي چمتو شوي چې اوسپنه پر دوی وپلوري.

هغه ټينګار کوي چې ګاونډي هېوادونه غواړي د افغانستان بازار د دوی په لاس کې وي.رښتیا همداراز زیاتوي، ګاونډیان اوږده تګلاره لري چې په افغانستان کی تولیدات ونه شي او خام مواد یی واېستل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د چارواکو په وینا، اوس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اوسپنې ویلې‌کولو شاوخوا ۴۲ فابریکې فعالیت کوي چې د ګاډرو او ګول سیخ ترڅنګ د المونیمي چودني توکو او نورو بېلابېلو توکو تولیدي کارخانې فعالیت کوي. د راپورونو پر اساس په یادو کارخونو کې لسګونه زره کسان په کار بوخت دي. خو نورو هېوادونو ته د خام توکو قاچاق بیا د کورنیو تولیداتو مخه ډب کولای شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام