د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض په اړه د دوی اندېښنه له واقعیت څخه لرې او بې‌بنسټه ده.

اعلامیې زیاته کړې، اسلامي امارت یو ځل بیا د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د بشپړ حقونو د تامین او ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلامي امارت داسې مهال د افغان ښځو د حقونو نقض په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنه بې‌بنسټه بولي چې په وروستیو ورځو کې د  ټټلوېزیونونو پر ښځینه ویاندویانو نوی محدودیت وضع کړ.  اسلامي امارت د ټلوېزیونونو او نورو تصویري رسنیو ښځینه ویاندویانو ته امر کړی چې باید د خپرونو پر مهال ماسک وکاروي.

خو  دیني علما وایي چې پر ښځینه ویاندویانو دغه محدودیت، اسلامي حجاب او شریعت سره هېڅ تړاو نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام