د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې په غور کې د یادې کمېټې ولایتي همکار غلام رباني هدفمند ژر تر ژره خوشې کړي.

دغې کمېټې په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې هدفمند پرون په خپل دفتر کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له نوموړي سربېره، په غور کې محلي خبریال ګل‌احمد خسرو هم د دوو ساعتونو لپاره نیول شوي وو چې تر څېړنیو وروسته بېرته خوشې شوی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې زیاته کړې چې د یوې شپې او ورځې په تېرېدو سره لا هم هدفمند د اسلامي امارت په بند کې دی.

یادې کمېټې ټينګار کړی چې د اسلامي امارت له مسوولانو سره یې پرله‌پسې اړیکې نیولي، خو تراوسه یې د هدفمند د نیونې د لاملونو په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه کړې چې هر څه ژر غلام رباني هدفمند خوشې کړي او د قانون په رڼا کې د نوموړي د نیونې په اړه وضاحت ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم په یو‌شمېر ولایتونو کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوي چې وروسته بیا بېرته خوشې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام