ځینو سرچینو وړمه شپه د کابل په دهمزنګ سیمه کې د چاودنې خبر ورکړ او داسې هم ویل کېدل چې هوايي برید شوی دی. که څه هم اسلامي امارت هغه مهال د دې پېښې په اړه څه ونه ویل، خو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې هلته یو راکېټ لګېدلی دی.

د هغه په خبره، له برید لږ وروسته د دې پېښې عاملان هم نیول شوي، خو په اړه یې نور جزیات نه ورکوي. هغه پر دهمزنګ هوايي برید نه تاییدوي.

دا داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان پر فضا د بې‌پیلوټه الوتکو تګ‌راتګ ډېر شوی دی.

په تېر یوه کال کې لږترلږه پر افغان خاوره د پنځو هوايي بریدونو راپورونه ورکړل شوي، خو امریکا په دې موده کې یوازې خپل دوه هوايي بریدونه تایید کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د افغانستان پر فضا د بې‌پیلوټه الوتکو پر ګرځېدو نیوکه کوي او ټینګار کوي چې له افغان خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.

سرپرست حکومت وايي، امریکا له افغانستانه د وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر کې خپل تجهیزات له منځه وړي، خو بلال کریمي وايي چې د یادو تجهیزاتو د بیاجوړولو لپاره یې هڅې روانې دي.

په همدې حال کې د نظامي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي، امریکا پرمختللې بې‌پیلوټه الوتکې لري او اسلامي امارت یې مخه نه‌شي نیولی. د هغه په خبره، که ا.ا د سیمې هېوادونو څخه پرمختللي تجهیزات راوړي، بیا هم د یادو الوتکو په مخنیوي کې پاتې راځي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

بله‌خوا د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو مخکینۍ رییسه لیون پنیتا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر لا ډېرې مبارزې ټینګار کړی دی. امریکايي چارواکو تر دې مخکې په ځلونو ویلي چې افغانستان کې به ترهګر موخه وګرځوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام