د دفاع وزارت مسوولان وايي چې پاکستان د امریکا هغو بې‌پېلوټه الوتکو ته د  الوتنې او کنټرول لپاره په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې وخت ناوخت د افغانستان پر فضا څار کوي.

د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال رسنیو ته وویل، هغه بې‌پېلوټه الوتکې چې د افغانستان پر فضا ګرځي، پاکستان څخه راپورته کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محمدیعقوب مجاهد له پاکستان غوښتنه وکړه چې له دغه کار دې لاس واخلي.

نوموړي وویل: «زموږ رادار سېسټم امریکا راخراب کړی، خو زموږ معلومات دا ښيي چې دا د پاکستان له خاورې څخه راپورته کېږي او پاکستان ورته لار ورکوي. خو موږ له پاکستان څخه دا غوښتنه کوو چې خپله فضا زموږ په مقابل کې یا زموږ پر خلاف استفاده نه کړي.»

د دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه چې امریکا لا هم د افغانستان پر هوايي حریم تېری کوي او دوی یې ځکه مخه نه‌شي نیولی چې امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پرمهال د افغان پوځ د رادار سېسټم له‌منځه وړی دی.

هغه وویل: «بې‌پېلوټه الوتکې د امریکا دي او دا ښکاره تجاوز دی چې امریکا یې پر افغانستان او فضا یې کوي. موږ په مجالسو کې څو ځله دا خبره کړې، خو دوی په ډېره سپین‌سترګۍ دا کار کوي. موږ یې غندو او دا یو ناروا عمل بولو او بیا غوښتنه کوو چې دا کار ونه‌کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط پرمهال چې د مخکیني افغان پوځ کومې چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته وړل شوي، په وار وار یې د یادو هېوادونو له چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي، خو په وینا یې، هغوی ورته ویلي چې امریکا اجازه نه ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام