هلمند کې د ۳۵۷ ښوونځیو له ډلې ۲۰۰ یې ودانۍ نهلري د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز سربېره په ولسوالیو کې هم ګڼشمېر ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي د راڼه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
اسلامي امارت: د افغانستان له فضا هره ورځ نږدې ۱۰۰ الوتکې تېرېږي د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د وروستیو څو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. یاد معاونیت نن سهشنبه د لیندۍ اتمه ویلي، د هېواد د هوايي ډګرونو په ځینو برخو کې له ګاک شرکت سره تر تړونونو وروسته اوس په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه شاوخوا ۱۰۰ الوتکې تېرېږي.
د افغانستان پر فضا ګرځېدونکې بېپېلوټه الوتکې له پاکستانه پورته کېږي د دفاع وزارت مسوولان وايي، پاکستان د امریکا هغو بېپېلوټه الوتکو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې وخت ناوخت د افغانستان پر فضا څار کوي. د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، هغه بېپېلوټه الوتکې چې د افغانستان پر فضا ګرځي، پاکستان څخه راپورته کېږي.