د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز سربېره په ولسوالیو کې هم ګڼ‌شمېر ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي د راڼه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

د هلمند د پوهنې رییس مولوي محمد عوض انصاري سلام‌وطندار ته ویلي چې د ۳۵۷ ښوونځیو له ډلې څخه تر ۲۰۰ زیات یې ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکو ته په ازاده فضا کې تدریس کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، هلمند کې د زیاتره ښوونځيو ودانۍ د تېرو جګړو پرمهال بشړې ویجاړې شوي او یا هم د کارېدو وړ نه دي.

نوموړي وویل: «د تېرو جګړو پرمهال هوايي بریدونه شوي. داسې ولسوالي شته چې هلته د هېڅ ښوونځي ودانۍ شتون نه‌لري، یوازي اوس په دغه ولایت کې زموږ مکاتب ۱۰۰ ودانۍ لري او نور ټول یې په کرایه کورونو کې دي، یا زده‌کوونکي یې تر شنه اسمان لاندي زده‌کړې کوي.»

د دغو بې‌سرپناه ښوونځیو یوشمېر زده‌کوونکي وايي، د ژمي په سړه او د دوبي په ګرمه هوا کې له ګڼو روغتیايي او زده‌کړه‌ییزو ستونزو سره مخ وي. د دې بې‌سرپناه ښوونځیو یو بېلګه د ناوې ولسوالي د «نواباد ګوهرګین» دولتي ښوونځی دی.

په ورته مهال یوشمېر ښوونکي وايي، ناسم درسي چاپېریال او د ښوونځي ورانې ودانۍ د زده‌کوونکو پر زده‌کړو منفي اغېزې لري.

ښوونکي محمدامین وویل: «ښوونځی ودانۍ نه‌لري، ترڅو زده‌کوونکو ته تدریس وکړو، زده‌کوونکي په داسي چاپریال کې درس نشي زده کولی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هلمند کې د تېرو لسیزو جګړو پرمهال نه‌یوازې ښوونځي، بلکې روغتیايي مراکز او په زرګونه استوګنیز کورونه هم له‌منځه تللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام