د پکتیا یوشمېر اوسېدونکي وايي چې ګردېز ښار کې د «بالاحصار» غونډۍ ځینې برخې د محلي زورواکو او خلکو له‌خوا غصب شوي او د هستوګنې په کورونو بدلې شوې دي.

دوی وايي، د بالاحصار غونډۍ اړوند سیمو کې د خلکو له لوري د ناقانونه کورونو په جوړولو سره د بالاحصار ودانۍ تاریخي ارزښت زیانمن کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغوی اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د بالاحصار لرغونتوب ته پام وکړي او د يو تاريخي ځای په توګه يې ساتنه وکړي.

د پکتیا اوسېدونکي شېرپاو سلام‌وطندار ته وویل: «اول زیات زیان کورونو اړولی، کورونواله کیندنې کړي دي. کله چې په داسې ځای کې کیندنې وشي، د دې ارزښت له‌منځه ځي. کورونه باید له دې ځای بل ځای ته ولېږدول شي، ځکه دا د پکتیا تر ټولو لرغونې سیمه ده. د ګردېز بالاحصار سیمه ډېر زیات تاریخي او فرهنګي اهمیت لري.»

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان هم تاییدوي چې د بالاحصار ودانۍ شاوخوا سیمې د خلکو له‌خوا غصب شوي، خو په وینا یې، د دغې ودانۍ د تاریخي ارزښت خوندیتوب لپاره به جوړ شوي کورونه ونړوي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلام‌وطندار ته ویلي، د ولایت مقام سره په همغږۍ یې د بالاحصار ودانۍ د بیارغونې لپاره هڅې پیل کړي او د بودیجې له پیدا‌کېدو وروسته به پرې کار پیلوي.

نوموړي وویل: «د بالاحصار شاوخوا خو ټوله ځمکه غصب ده. ان تر ویالې پورې. نوي کورونه نه دي جوړ شوي، خو پخواني جوړ شوي کورونه تر یو سل او پنځوس زیات دي. دا ټوله د بالاحصار ځمکه ده. خو اوس موږ کار نه دی پیل کړی. کله چې کار پیلوو دا ټول شاوخوا کورونه چې کومه د بالاحصار ځمکه ده، دا به تخلیه کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیا بالاحصار ودانۍ د شاوخوا سیمو غصب په اړه اندېښنې داسې مهال دي چې ځايي اوسېدونکو څه موده مخکې هم اندېښنه ښودلې وه چې د بالاحصار ځینې برخې د وروستیو ورښتونو له امله ویجاړې شوي او پاتې هغه یې هم د نړېدو ګواښ سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام