د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې د بالاحصار ودانۍ ويجاړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د بالاحصار ودانۍ ځینې برخې د وروستیو اورښتونو له امله سختې زیانمنې شوي او د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابدو د ساتنې امر ګلاب ګل توتاخېل سلام‌وطندار ته ویلي، د دې لرغونې کلا د دېوالونو ځينې برخې د وروستیو اورښتونو، طبيعي پېښو او د خلکو لاسوهنې له امله ويجاړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د ګردېز بالاحصار په عموم کې ټول تخریب دی، یوازې د باندې له‌خوا نه د بالاحصار اسکلیټ یو څه روغ ښکاري. بیا جوړولو ته ډېر عاجل او شدید ضرورت لري، اوسنیو اورښتونو چې په دې یوه اوونۍ کې پېښ شول، د ګردېز بالاحصار ته په پراخه اندازه زیانونه رسولي. که د هغو تخریباتو چې دا اوس په بالاحصار کې روان دي او اوبه ښکته پهکې ځي، مخه یې ونه نیول شي، ډېر ژر به د بالاحصار عمده او مهمې برخې له‌منځه ولاړې شي.»

د پکتیا یوشمېر اوسېدونکي هم وايي، تېرو څو کلونو کې د بالاحصار بیارغونې لپاره هېڅ کار نه‌دی شوی چې ځینې برخې یې د وروستیو اورښتونو له کبله ویجاړې شوي دي.

دوی له حکومت او د ملګروملتونو عملي او فرهنګي سازمان څخه وغوښتل چې د بالاحصار لرغونتوب ته پام وکړي او د يو تاريخي ځای په توګه يې ساتنه وکړي.

د پکتیا یوه اوسېدونکي سیدجمال وویل: «د ګردېز تاریخي بالاحصار وروستیو سختو اورښتونو ډېر زیانمن کړی. دې بالاحصار ډېرې برخې د له‌منځه تلو له خطر سره مخ دي. د یونسکو سازمان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ولایتي اداره دې تاریخي ځای ته جدي پاملرنه وکړي، که سره له اوسه یې غم ونه خوړل شي، دغه بالاحصار به له‌منځه لاړ شي.»

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست همدارنګه وايي، د ګردېز له بالاحصار څخه د تېرو څو کلونو راهیسې تر دې دمه د یو نظامي ځای په توګه استفاده کېږي چې د دې تاریخي ودانۍ ارزښت یې زیانمن کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د معلوماتو پربنسټ، د پکتیا د بالاحصار جوړېدو تاریخ له میلاد وړاندې د کوشانیانو دوره ښودل شوې چې د ګردېز ښار کې په یوه غونډۍ جوړ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام