Asset 1SWN

کندهار کې د کبانو ۵۴۸ فارمونه تړل شوي

1

کندهار کې وچکالي د نورو زیانونو ترڅنګ د کبانو روزنې صنعت هم زیانمن کړی او فارمونه یې د پخوا په پرتله څو برابره کم شوي دي.

د کبانو د روزنې فارمونو مسوولان وايي، له تېرو درېوو کلونو راهیسې دغه ولایت کې د ۵۴۸ فارمونو په تړل‌کېدو سره د کبانو د روزنې فارمونو شمېر له ۱۷۰۰ څخه ۱۱۵۲ ته راټيټ شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کندهار کې د کبانو د روزنې ټولنې مشر محمد ابراهيم سلام‌وطندار ته وویل، دا مهال یوازې ۱۵۲ لوي فارمونه فعال دي چې د کال ۴۵۰ ټنه غوښه بازار ته وړاندې کوي.

نوموړي وویل: «جنګونو ډېر تاثر درلود، خلکو له فارمونو لاس واخیست او له ولایت څخه کډه شول، خو وروستیو وچکالیو هم د کبانو فارمونه سخت وځپل.»

خو کندهار کې د کبانو د روزنې فارم مسوول احمد‌شکېب وویل، په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا کاروبار ښه شوی او د ورځې ۲۰۰ کیلو کبان پلوري. نوموړي وویل: «د تېر کال په پرتله ان شاالله ۵۰ فیصده يې پرمختګ کړی، هغه وخت چې جنګونه وو، کاروبار ښه نه و.»

په ورته وخت کې د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې هر کال د کبانو له فارمونو تر ۶زره ټنه غوښه ترلاسه کېده چې ځینو ګاونډیو ولایتونو ته به هم استوله. دوی وویل، هڅې روانې دي چې د کبانو د روزنې فارمونه زیات کړي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال شمس‌الرحمان وویل: «هڅه مو دا ده چې اړتیا ته په کتو فارمونو ته پرمختګ ورکړو او وزارت ته مو پلان استولی او په دغو فارمونو سره چې پر معیار برابر وي، کومک به ورسره شي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، نږدې درې کاله وړاندې دغه ولایت کې د کبانو د فارمونو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو ووچې شمېر یې تر ۱۷۰۰ پورې رسېدلی وو، خو اوس د کبانو د روزنې ټولنې مسوولان وايي، تېرو جګړو او پرله‌پسې وچکالیو د نورو زیانونو ترڅنګ د کبانو فارمونو ته هم سخت زیان رسولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام