Asset 1SWN

لوګر کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

IMG-20230530-WA0007

د لوګر چارواکي وایي چې د پرون ورځې (دوشنبه، غبرګولي اتمه) اورښتونو له امله په مرکز پل‌علم کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د لوګر د والي ویاند عمر منصور نن سه‌شنبه د غبرګولي نهمه سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه سېلابونه د مرکز پل‌علم په «بابوس» او «ګلنکار» سیمو کې راوتلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

منصور زیاته کړه چې د یادو سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیز فصلونه او یوشمېر د هستوګنې کورونه هم نړیدلې دي.

د نوموړي په وینا، د ولایت مرستیال مولوي عنایت‌الله شجاع د سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو لیدنې ته ورغلی او هڅه روانه ده چې د سېلاب له امله رامنځته شوي مالي زیان سروې او زیانمنو کورنیو سره بېړنې مرستې وشي.

باید وویل شي چې لوګر کې د راوتلو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره د ولایت په کچه د دولتي مسوولانو او موسساتو ناسته هم کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د هواپېژندنې ریاست پرون او نن د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او له امله یې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام