لغمان کې پر ښکار بندیز؛ ښکاریان: د ګټې بله لار نه‌لرو

لغمان کې د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د کبانو او هیلیو ښکار له بندیز وروسته د دغه ولایت یوشمېر ښکاریان وایي چې پر ښکار د بندیز له امله یې ورځنی کاروبار زیانمن شوی دی. دوی زیاته کړه چې د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري یې د ښکار لپاره جوړ شوي ځایونه او جالونه له‌منځه وړل کېږي او د ښکار اجازه نه‌لري.

پنجشېر کې د کبانو روزونکي د همکارۍ غوښتنه کوي

پنجشېر چې د پلازمېنې په شمال‌ختیځ کې پروت ولایت دی، اقلیم او  اوبه یې  د کبانو روزنې او پالنې لپاره خورا مناسبه ده.

د دې ولایت د کبانو روزونکي او فارم‌لرونکي وايي، که ورته پاملرنه وشي، دا صنعت په یوې لویې اقتصادي سرچینې بدلېدلی شي.

کندهار کې وچکالي او د کبانو روزنې د فارمونو دودولو هڅې

وچکالۍ په کندهار کې د نورو زیانونو تر څنګ، د کبانو روزنې صنعت هم زیانمن کړی او په تېرو څو کلونو کې د ۵۴۸ فارمونو په تړل‌ کېدو سره د کبانو د روزنې فارمونو شمېر له ۱۷۰۰ څخه ۱۱۵۲ ته را ښکته شوی دی.
خو اوس د «DI – AVCI» په نوم يوې موسسې په کندهار کې د کبانو د روزنې فارمونو زیاتولو هڅې پیل کړې دي.

کندهار کې د کبانو ۵۴۸ فارمونه تړل شوي

کندهار کې وچکالي د نورو زیانونو ترڅنګ د کبانو روزنې صنعت هم زیانمن کړی او فارمونه یې د پخوا په پرتله څو برابره کم شوي دي.

د کبانو د روزنې فارمونو مسوولان وايي، له تېرو درېوو کلونو راهیسې دغه ولایت کې د ۵۴۸ فارمونو په تړل‌کېدو سره د کبانو د روزنې فارمونو شمېر له ۱۷۰۰ څخه ۱۱۵۲ ته راټيټ شوي دي.

ننګرهار کې د کبانو د فارمونو عواید لوړ شوي

په ننګرهار کې د وادې پراختیا کرنیز شرکت په ثمرخېلو سیمه کې پر نږدې ۴۴ جرېبه ځمکه د ماهیانو روزنې او ساتنې حوضونه جوړ کړي چې ۲۱ یې د ساتنې، ۱۷ د نرسرۍ او څلور نور حوضونه د قرنطین لپاره دي.

غزني کې د کبانو د روزنې صنعت ته وده ورکول کېږي

د غزني د کرنې ریاست د مالدارۍ امر فایق احمدي وایي چې په تېرو وختونو کې د دغه ولایت د اوبو په بندونو کې بېلابېل ډ‌وله کبانو شتون درلود چې اوس مهال  د دغو کبانو شمېر د ښکار او وچکالۍ له امله له ورکېدو سره مخ دي. احمدي زیاتوي چې دوی په دې اړه د کرنې ریاست له لارې یوه طرحه د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر ته سپارلې چې له مخې یې، دوی کولای شي په غزني کې د کبانو د روزنې صنعت ته وده ورکړي.